د لاسرسي ځای

تازه خبر

'باور او مسلو ریښتونی حل د بلوچستان بحران حل کوي'


د پاکستان په لاهور کې د امریکايي پرېکړه لیک پر ضد د مظاهرې انځور. دا خلک له حکومته غواړي بلوڅانو ته دې حقونه ورکړل شي.
د پاکستان په لاهور کې د امریکايي پرېکړه لیک پر ضد د مظاهرې انځور. دا خلک له حکومته غواړي بلوڅانو ته دې حقونه ورکړل شي.
ظفر کریمي، مشال راډیو

کراچۍ - د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د بلوچستان له ګورنر ذوالفقار مګسي سره د دې صوبې د مسلې په اړه خبرې کړې دي.

دواړو مشرانو له یو بل سره په کراچۍ کې لیدلي دي.

د ځايي رسنیو په خبره، په دې ملاقات کې ولسمشر زرداري د بلوچستان ګورنر ته د بلوڅ مشرانو د پخلاینې هدف ورکړی دی.

تر دې مخکې د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک د خپلواکي غوښتونکو بلوڅانو د مقدمو د بیرته اخیستو اعلان کړی وو، او د دې ترڅنګ حکومت د بلوچستان په مسله د ټولو ګوندونو غونډه ور غوښتې ده.

د سیاسي چارو کار پوهان وايي، په دې وروستیو کې د مرکزي حکومت توجه د بلوچستان ستونزې ته زیاته شوې ده، په کراچۍ کې د وفاقي اردو پوهنتون د ژورنالېزم د څانګې استاد توصیف احمد خان وايي، په دې وروستیو کې حکومت د بلوچستان په مسله لږ سنجیده شوی دی، خو بیا هم دې مسلې ته د سیاسي حل پیدا کولو په موخه ډېر څه کول په کار دي.

((د امریکا په کانګرس کې د بلوچستان په اړه د پرېکړه لیک تر جمع کولو وروسته، دولتي ادارو بلوچستان ته زیاته توجه ورکړې ده. هغه ورځ رحمان ملک پر مرورو بلوڅ مشرانو باندې جوړ کړل شوي مقدمات بیرته اخیستل او د ولسمشر زرداري د ذوالفقار مګسي کور ته ورتلل د حکومت سنجیدګي ښيي. خو هومره سنجیدګي بیا هم نه ښکاري چې په کار ده. مخکې هم په دې اړه د این ایف سي اېوارډ، او اغاز حقوق بلوچستان او نور اعلانونه شوي، چې عملي شوي نه دي.))

د سیاسي چارو یو بل کار پوه اختر بلوڅ د بلوچستان د مسلې د حل په لار کې لوی خنډ د ورکو شویو بلوڅانو ستونزه ګڼي.

دی وايي: (( تر هغو چې د ورک کړل شویو خلکو مسله نه وي حل شوې، تر هغې د بلوچستان د مسلې د حل په اړه خبرې اسانې نه ښکاري، او دا ځکه چې رحمان ملک وايي یواځې [۴۲] کسان وزک دي، او سیاسي خلک او د انساني حقونو کمېسون دا شمېر په سلګونو ښيي. نو چې کله داسې صورتحال وي چې خلوص نه وي، باور نه وي او چې کله دا شیان نه وي، نو د یوې ستونزې د حل په لور تګ شونی نه دی.))

د ده په خبره، تر هغو چې د ورکو شویو بلوڅانو مسله نه وي حل کړل شوې، تر هغې به د حکومت او بلوڅانو ترمنځ د باور کموالی د دی لامل وي چې د دواړ خواوو تر منځ به خبرې اترې د ځنډ ښکار اوسي.

توصیف احمد خان بیا وايي، حکومت باید د اوسنیو پورته کړل شویو ګامونو مخې، نور ځېنې مهم اقدامات کړي وای:

((اصولي خبره دا ده چې له بلوچستانه باید د ایف سي ځواک سرتېري و ایستل شي، هلته د عامې بښنې اعلان وشي، او هغه کړۍ چې د بلوڅانو په تښتولو او د هغوی په وژلو کې ککړې دي، د هغوی پر ضد مقدمې جوړې کړل شي.

تر هغو چې دا ګامونه وي پورته کړل شوي، زما په اند، د مرورو بلوڅانو باور نه شي تر لاسه کېدای. په دې ترځ کې د اختر مېنګل دې بیان ته هم کتل په کار دي چې وايي له ملک نوروز خان سره د کېدونکي عمل او له ۱۹۶۰ز لسیزې راهیسې له بلوڅانو سره د تر سره شویو وعده خلافیو څخه جوړ شوي ماحول د ختمولو لپاره باید حکومت ډېر څه وکړي.))

د توصیف احمد خان په خبره، د حکومت له پلوه د ټولو ګوندونو د غونډې تر اعلان وروسته، د بلوڅ ولسپالو ګوندونو او د مسلم لیګ نواز شریف ډلې د نه ګډون خبرې وار له مخه د دې غونډې ارزښت کم کړی دی. نو ځکه که حکومت غواړي په ريښتونې مانا دا ستونزه هواره کړي، نو بیا باید په ړومبني قدم کې د بلوچستان اوسېدونکو ته د ور پېښو لویو ستونزو او بنیادي مسلو د هواري هڅه وکړي.
XS
SM
MD
LG