د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې افغان کډوال نړۍ هېر کړي دي



سرچینه:- هفېنګټن پوسټ ورځپاڼې

ژباړه:- پامیر ساحل

د امریکا په هفېنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه رپورټ کې په پاکستان کې د افغان کډوالو په ژوند یوه مقاله خپره کړې ده چې په کې ویل شوي دا افغانان له نړۍ هېر دي او زیاتره اوس هم په کیمپونو کې پراته دي.

هفېنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي، د ملګرو ملتونو کډوالو اداره وايي، په پاکستان کې ۱۷ لکه افغانان اوسي؛ خو د پاکستان حکومت دا شمېر ۲۵ لکه ښيي.

د رپورټ تر مخې، دا ممکنه ده چې ډېر زیات نا رجسټر شوي افغانان دې په پاکستان کې اوسي چې شمېر یې نه دی مالوم.

زیاتره افغانان په ۱۹۷۹ز کال کې پر هیواد یې د پخواني شوروي اتحاد د پوځ له حملې سره پاکستان ته په کډه شول او بیا چې روسانو دا هیواد په ۱۹۸۹ز کال کې پرېښود او په افغانستان کې کورنۍ جګړه پیل شوه نو ډېر افغانان پاکستان ته لاړل.

په دې ټولو افغانانو کې چې په پاکستان کې اوسي، زیاتره پښتانه دي، خو تاجکان، اوزبکان او هزاره ګان هم په کې شته دي چې شمېر یې هومره زیات نه دی څومره چې د پښتنو دی.

د رپورټ تر مخې، په دې کډوالو کې ډېری داسي دي چې په نا قانونه توګه یې د پاکستان وګړیتوب او پاسپورټونه تر لاسه کړي دي. په دوی کې ځېنې د نشه یي موادو کار و بار کوي، ځېنې قاچاق وړونکي دي، ځېنې قالینې خرڅوي، نور یې رسټورانټونه لري، او نور افغانان بیا په هغو کیمپونو کې پراته دي چې په ۱۹۸۰ لسیزې کې جوړ کړل شوي ول.

د رپورټ تر مخې، ډېری داسې افغانان دي چې په پاکستانۍ پلازمېنه اسلام اباد کې اوسي او وايي، په خپل هیواد کې یې مزدوري نشته نو ځکه دلته پراته دي. افغانستان د نړۍ له هغو هیوادونو یو دی چې په کې د بې کارۍ سطح ډېره لوړه ده.

رپورټ لیکي، په پاکستان کې ډېر خلک دي چې افغان کډوالو ته په ښه سترګه نه ګوري. دا کسان وايي، افغانانو دې هیواد ته نشه یي مواد او د وسلې کلتور له ځانه سره راوړ.

ځېنې پاکستانیان وايي، دې افغانانو د دوی په هیواد کې خپل ژوند تېر کړ، خو اوس هم له پاکستانه کرکه لري.

په رپورټ کې راغلي، د دې هر څه باوجود، دا ريښتیا دي چې افغان کډوال د پاکستان په اقتصادي وده کې خپله ونډه لري. خو په لکونه داسې کډوال دي چې په کیمپونو کې اوسي او له لسیزو راهیسې د ملګرو ملتونو لخوا ورته مرستې ورکول کېږي.

ورځپاڼه لیکي، امریکایان چې افغانستان ته په ۲۰۰۱ز کال کې راغلل نو له دې کډوالو سره یې مرسته وکړه خو جذبه یې ژر سړه شوه.

دا افغانان اوس له یوې پېچلې مسلې سره مخامخ دي. دوی له خپلو نیلو، له خپلو جرړو لرې دي. ډېر افغانان په پاکستان کې اوسي او په افغانستان کې د انتخاباتو پر مهال خپلې رایې ورکوي. دا افغانان خپل هیواد ته ځي، خو هلته ډېر نه ایسارېږي.

ورځپاڼه زیاتوي، اوس پوښتنه دا ده چې له دې کډوالو سره څه وشي؟ ایا پاکستان ورته وګړیتوب ورکړي که نه د امریکا په مرسته افغان حکومت د دوی ښه راغلاست ته تیار دی؟
XS
SM
MD
LG