د لاسرسي ځای

تازه خبر

'ایا تاسې غواړئ چې نجونې مو پوهنتون ته لاړې نشي؟'


د ګارډین ورځپاڼې په خبره په دې غونډه کې کرزي غوسه کړې ده.
د ګارډین ورځپاڼې په خبره په دې غونډه کې کرزي غوسه کړې ده.
د برتانیې ګارډین ورځپاڼه په خپله مقاله کې لیکي، د پنج شنبې په ورځ د افغانستان و پاکستان د مشرانو د پلاویو ټولو غړو په غونډه کې برخه واخیسته او په دې وخت کې افغان ولسمشر حامد کرزي له پاکستانیو مشرانو سره خپل مخالفت وښود.

په دې غونډه کې د پاکستان له وزیر اعظم پرته، د بهرنیو چارو وزیره، د پوځ او د استخباراتي ادارې آی ایس آی مشران هم ناست ول.

ګارډین ورځپاڼې ته د دواړو هیوادونو چارواکو د نوم نه ښودو په شرط ویلي، په دې غونډه کې د حامد کرزي ((غږ دومره جګ شو چې یوسف رضا ګیلاني په خبرو کې مداخلت وکړ او غونډه یې ودروله.)) تر یوې وقفې وروسته بیا غونډه پیله شوه چې په کې ((یواځې لوړ پوړو مشرانو برخه واخیسته.))

د ورځپاڼې په خبره، ((حامد کرزی د پاکستان په دوه ورځیني سفر دی او پر دې هیواد د وسله والو طالبانو د ساتلو تور پورې کوي.))

په دې غونډه کې د حامد کرزي غږ دومره جګ شو چې یوسف رضا ګیلاني په خبرو کې مداخلت وکړ او غونډه یې ودروله.
ګارډین ورځپاڼه
ورځپاڼې ته چارواکو ویلي، ((د غونډې پر مهال یو وخت داسې راغی چې افغان ولسمشر کرزي ظاهراً د پاکستان له بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کر څخه وپوښتل)) چې ((ایا تاسې دا غواړئ چې نجونې په پاکستان کې په پوهنتونونو کې سبق ویلو ته پرېنښودل شي؟))

د ۱۹۹۰ لسیزې پر وخت، په افغانستان کې طالبانو د نجونو سکول یا مکتب ته پر تګ او د ښځو پر کار کولو بندیز ولګاوه.

یو کس چې په غونډه کې وو، ګارډین ورځپاڼې ته یې ویلي، کرزي ((په زیږ ډول له پاکستانه غوښتنه وکړه چې طالبان دې خبرو اترو ته حاضر کړي. دا کس وايي، د پاکستان مشران د کرزي په تېزه رویه حیرانه شول.))

تر دې مخکې هم افغان ولسمشر حامد کرزي له پاکستانه غوښتي چې د طالبانو د مشر ملا عمر په ګډون نور هغه دې د خبرو مېز ته راولي.

ګارډین ورځپاڼه زیاتوي، تر دې غونډې وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کر د بهرنیو هیوادونو د خبریالانو یوې غونډې ته وویل، دوی ((ملا عمر نه لري چې را پیدا یې کړي.))
XS
SM
MD
LG