د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان ته دولسمشر کرزي له سفره هیلې


د افغانستان ولسمشر حامد کرزی له پاکستاني وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني سره روغبړ کوي.نېټه ۱۶فبروري ۲۰۱۲م کال
د افغانستان ولسمشر حامد کرزی له پاکستاني وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني سره روغبړ کوي.نېټه ۱۶فبروري ۲۰۱۲م کال

د افغانستان ولسمشرحامد کرزی نن له یوه جګپوړي پلاوي سره په داسې حال کې د پاکستان سفر پیل کړ چې لا هم د دواړو هیوادونو اړیکي ترینګلي دي. په افغانستان کې د ډيپلوماتيکو سرچینو د معلوماتو له مخې له نوموړي سره په دې سفر کې د بهرنیو چارو پر وزیر زملي رسول، رنګین دادفر سپنتا او دکابينې پر یوشمیر وزیرانو سربیره ځينې مهم او لوړپوړي دولتي چارواکي مله دي.

په پاکستان کې د افغانستان ديپلوماتيکې سرچينې د حامد کرزي ددې سفر اصلي هدف د دواړو هیوادونو ترمنځ دوه اړخیزو راشه درشه لا پراختیا ورکول بولي او وايي، چې دواړه لوري به د سوداګرۍ، روغتیا، تعلیم ، د نشيي توکو ضد مبارزې او د سیمې د امنیت په باب له یول بل سره وغږيږي.

بلخوا ډیری کارپوهان اسلام اباد ته د نوموړي دسفر اساسي هدف دسولې بهیر مخته وړل او په دې لړ کې له پاکستانه د بشپړې او مخلصانه همکارۍ غوښتنه ګڼي.

په پاکستان کې دیره افغان ژورنالیست او د نیوز ویک اونیزې استازی سمیع یوسفزی وايي، افغان دولت پاکستان د طالبانو اصلي ملاتړی او نژدې ملګری هیواد ګڼي او له همدې امله ښاغلي کرزي یوارې بیا د پاکستاني چاراکو د مرستې ترلاسه کولو هڅې پيل کړي :

(زما د معلوماتو له مخې دخبرو اصلي اجنډا یا به داسې ووایم چې ۹۰٪برخه به له وسله والو طالبانو سره د سولې بهیر او په دې لار کې د پاکستان د رول ادا کولو په باب وي)

که څه هم د طالبانو د رژیم تر پرزېدو وروسته د کابل او اسلام اباد اړیکې هسې هم خړې پړې وې خو په وروستیو څو کلونو کې د دواړو لوریو د خپل منځي او د ځينې نورو هیوادونو په ځانګړې توګه د امريکا د متحدو ایالاتو له پرله پسې هلوځلو وروسته یو څه نژدیوالی پکې راغی ؛ خو د سولې عالي شورا د مشر برهان الدین رباني وژنې دغه واټن یوارې بیا زیاتې کړې.

خوسمیع یوسفزی وايي ، افغان دولت په دې حساس پړاو کې یوارې بیا د پاکستان مرستې ترلاسه کولو هڅې کوي، خو په خبره يې په دې لړ کې د رښتيني پرمختګ په باب څه ویل به له وخته وړاندې وي :

(د افغانستان دولت او پخپله ولسمشر حامد کرزی باوري دی، چې د پاکستان دولت، پوځ او ځينې مذهبي ډلې پر طالبانو دفشار راوړلو توان لري او کولی شي له خپل نفوذه په کار اخیستنې سره طالبان له افغان دولت سره د خبرو میز ته کښينوي، خو په اوس وخت کې زه داسې نښې نښانې نه وینم، چې دوی به دا کار وکړي)

افغان مقامات وايي، پاکستان ددوی اندیښنو ته چندیانې پاملرنه نه کوي او تر اوسه يې دسولې دهڅو او د خبرو اترو میز ته د طالبانو په حاضرولو کې هیڅ ډول اخلاص نه دی ښکاره کړی.

افغان دولت او نړیوال مطبوعات پاکستان د افغان طالبانو مهم ملاتړی او دا هیواد د وسله والو طالبانو اصلي مرکز ګڼي، خو پاکستان تل دا ډول تورونه ردکړي او وايي، چې نه خو د طالبانوملاتړ کوي او نه هم په دې هیواد کې دهغوی د ځالو موجودیت مني.

تیرمیلادي کال په کابل کې د یوه ځانمرګي بریدګر له لوري د سولې عالي شورا دمشر برهان الدین رباني تر وژنې وروسته پر پاکستان دا ډول اعتراضونه لاپسې زیات شول، ځکه چې د افغانستان دولت وویل داسې شواهد يې ترلاسه کړي، چې برید کوونکی د پاکستان له کويټې ښاره راغلی و او دا پلان د پاکستان د استخباراتي ادارو په مرسته او لارښوونه د کوټې شورا له لوري چې د طالبانو مرکزي شورا ښوول کیږي ترتیب شوی و.

په اوس وخت کې اسلام اباد ته دحامد کرزي سفر له دې امله هم خورا مهم ګڼل کیږي، چې د امريکا متحدو ایالاتو په قطر کې له وسله والو طالبانو سره نیغ په نیغه خبرې پيل کړي او داسې ویل کیږي، چې د افغانستان و پاکستان دولتونه تر ډیره له دې بهیره بهر ساتل شوی.

جمهور رئيس حامد کرزي واک له دې وړاندې هم څو وارې پاکستان ته سفر کړی او هرځل د پاکستاني چارواکو له خوا په افغانستان کې د سولې د ټينګښت او ښو اړيکو وعدې ورسره شوي، خو افغان لوری شکایت کوي، چې د پاکستان ژمنې یواځې د کاغذ څو تورې کرښې او د خولې تشې خبرې وي او په عملي توګه يې هيڅ هم ندي عملي کړي.
XS
SM
MD
LG