د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا او قبایلي سیمو کې ماشومان ښه خواړه نه لري



ګل اياز، پراګ

د ماشومانو د خوندي ساتلو نړيواله اداره سيو دې چلډرن په تازه رپورټ کې ويلي په پاکستان کې د خوراک څښاک څيزونو قيمتونو کې د ګراني له کبله کورنیو د خپلو ماشومانو په خوراک کې کمی راوستی دي.

په پاکستان کې او په ځانګړي توګه په خيبر پښتنونخوا کې د خوړو د کمي له امله د ټولو نه زيات ماشومان متاثره شوي دي. مشال راډيو د خوراک د نشتوالي په اړه شوې قامي سروې شميرې ترلاسه کړې چې ترمخه يې په خيبر پښتنونخوا او قبايلي سيمو کې ۵۸ فيصده خوراک غير محفوظه دي.

په پيښور کې د غير سرکاري ادارې سرډ مشر خان محمد وايي په مجموعي توګه دا بيړنی حالت دی.

خان محمد وايي،

((په خيبر پښتونخوا او قبايلي سيمو کې ۱۷ فيصده د خوراک نشتوالی دی. کله چې ۱۵ فيصده ته ورسيږي نو بيا بيړنی حالت وګرځول شي. زموږ د خوړو کمی ۱۷ فيصده ده نو دا خو نوره مهم خطرناکه خبره ده. په دې کې ماشومان له ټولو زيات متاثره شوي دي.))

خان محمد زياتوي د ۴۳ فيصده ماشومانو قد کم، ۱۰.۸ فيصده ماشومان کمزوري او دغه شان ۳۱.۲ فيصده ماشومانو وزن کم پاتې شوی دی. په پيښور کې د ماشومانو د خوندي ساتلو او د سروې کوارډينېټر تاج علی مشال راډيو ته ويل په قبايلي سيمو کې ۴۳ فيصده ماشومان د خوړو د کمي له وجې متاثره شوي. د بې کوره شويو خلکو لپاره جوړ شوي کيمپونو کې د ماشومانو د خوراک او شعور د رابيدارولو په اړه تاج علی وايي:

((په دغه کيمپونو کې ميشت خلکو ته پيغامونه وخت پر وخت ملاويږي. د سي آر ډي له اړخه په درې کميپونو کې کار کوو او هره مياشت له دې کورنیو سره ملاقاتونو کوو. اوس دا خبره څرګنده ده چې په ښارونو کې اوسيدونکي بي کوره شوي خلک د متوازن خوراک په اړه زيات معلومات لري.))

د خوراک او د موجوده خوراک د افاديت په اړه د سرډ مشر خان محمد وايي په خلکو کې د شعور د رابيدارولو ضرورت دی. دی زياته وی (( يواځې ۱۰ فيصده ميرمنې د خوراک د افاديت په اړه خبرې دي. باقي پاتې خلکو ته نه ده معلومه چې کوم خوراک پکار دی او که نه))

تاج محمد وايي نړيوالو ادارو په خيبر پښتنونخوا کې د خوراک د کمي پوره کولو په اړه هلې ځلې کوي. دی وايي ((د ملګرو ملتونو يونيسف، د خوراک نړيوالې ادارې او د صحت څانګې يو تړون لاس ليک کړی او په مخصوصه ضلعو کې يې کار پيل کړی. په دې ضلعو کې شمالي علاقې شاملې دي.))

خان محمد وايي په خلکو کې د خوراک د افاديت شعور لپاره د اوږ مهاله پروګرامونو د پيلولو ضرورت دی.

دي وايي، (( زموږ هدف ۹۰ فيصده خلک دي چې د خوراک په افاديت خبر نه دي. موږ د خوراک په توازن خبر نه يوو، چې کله پخلی کوو نو زيات يې وکو او يا په پخلي کې د توازن خيال نه ساتو. زموږ چې کوم فصلونه کيږي نو بس هغي ته ولګېږو. پکار ده په کور کې کوم څيزونه شته لکه د چرګۍ اګۍ نو ښځې هغه خرڅي کړي او بيا ماشومان پرې هغه څيزونه واخلي لکه د آلوګانو چیپس، چې د بدن لپاره فايده مند نه وي. پکار ده چې مور په دې خبره پوه شي چې د اګۍ غذايت زيات ښه دی په نسبت د هغه څيزونو نه چې په دکانونو کې ملاويږي))

که څه هم په پاکستان کې او په ځانګړي توګه خيبر پښتنونخوا او قبايلي سيمو کې د ښه خوراک او د دې افاديت په اړه دير کم معلومات ورکړل شوي، د کارپوهانو په نظر په دي سيمو کې په تعليمي پرګرامونو دې زور راوړل شي چې څه رنګه ماشومانو ته متوازن خوراک ورکړل شي.
XS
SM
MD
LG