د لاسرسي ځای

تازه خبر

پروېز مشرف د اسامه بن لادن په ځای ځایګي خبر وو


د پاکستان پخوانی پوڅي مشر جنرال پروېزمشرف
د پاکستان پخوانی پوڅي مشر جنرال پروېزمشرف

ډيلي بيسټ ورځپاڼه د پاکستان د استخباراتي اداري آی اېس آی پخوانې مشر جنرل ضيا الدين خواجه، چې په ضيا الدين بټ مشهور دی، په جنرل پرويز مشرف تور لګولی چې هغه د اسامه بن لادن په پاکستان کې د موجودګې په اړه خبر وو.

ضيا الدين بټ د ۱۹۹۷ کال نه ۱۹۹۹ کال پوري د آی اېس آی مشر وو او د پوځ ستراتيجيک پلان دويژن لومړی مشر وو. په ۱۹۹۷ کال کې د هغه وخت وزيراعظم نواز شريف ضيا الدين بټ د آی اېس آی مشر جوړ کړي وو. نواز شريف په ۱۹۹۹ کال د اکتوبر په ۱۲ نيټه د پوځ مشر جنرل مشرف د څوکي څخه لری کړو او ضيا الدين بټ يې د پوځ مشر وټاکلو خو مشرف دا فيصله و نه منله او کودتا يې وکړه.

له دې وروستو جنرل مشرف، ضيا الدين بټ په کور کې نظر بند کړو او ټول جائيداد يې ترې قبضه کړو. بټ له هغه وخته د مشرف پرضد سخته ژبه استعمالوي.

ورځپاڼه ليکي ضيا الدين بټ وايي ((په ايبټ اباد کې د اسامه لپاره د پټ ځايې بندوبست بريګيډير اعجاز شاه کړي وو)) اعجاز شاه د کودتا په وخت د آی اېس آی د لاهورڅانګې مشر وو. له دې و روستو مشرف اعجاز شاه د آی اېس آی مشر وټاکلو.

ورځپاڼه د بټ له خولې زياته وی اعجاز شاه اسامه ته د پناه ورکولو ذمه وار دی او مشرف په دې هر څه خبر وو.

اعجاز شاه د کشمير وسله والې ډلې احمد عمر سعيد شيخ سره اړيکي درلودي. سعيد په ۲۰۰۱ م کال کې هغه وخت خوشیکړل شو کله چې د هند د مسافرو يو الوتکه کندهار ته وتېښتول شوه. د دي پلان تر شا اسامه بن لادن وو.سعيد د امریکا خبريال ډينيل پرل په تېښتولو کې هم ککړ وو.


ورځپاڼه ليکې مشرف بیا وروسته اعجاز شاه د اسټريليا سفير وتاکلو خو د اسټريليا حکومت دا ټاکنه رد کړل. د دې روستو اعجاز شاه ته استخباراتي ذمه واري وسپارل شوه.

د پاکستان پخوانۍ وزيراعظمې بينظر بوټو په اعجاز شاه د دوی د وژنې تور لګولی وو. د بينظر بوټو په ۲۰۰۷ کال دسمبر مياشت کې د وژنې روستو اعجاز شاه تر یوه څه مودې پورې اسټريليا ته وتښتيدو.

ورځپاڼه ليکي مشرف کله امريکا ته لاړ شي نو بايد په دې اړه ترې پوښتې وشي. او دا هم معلومه شي چي د اسامه روستو د القاعده شبکې مشرانو ته چا او په کوم ځای کې پناه ورکړېده.
XS
SM
MD
LG