د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان قامي اسمبلۍ د بلوچستان اورېدنه وغندله



د پاکستان قامي اسمبلۍ د ګل په ورځ د امريکې په کانګرس کې د بلوچستان
دننه د بشري حقونو د سرغړونې په اړه ولسي اوريدنه د پاکستان په داخلې چارو کې لاسوهنه بللې او په دې لړ کې يې د غندنې یو قرارداد منظوري ورکړي.

دا قرارداد د مخالف ګوند مسلم لیګ نواز پارلماني مشر چودري نثار وړاندې کړو او ټولو سياسي ګوندونو يې ملاتړ وکړ.

خو د منظورۍ وړاندې ځینو پارلېماني غړو د دې مخالفت وکړ او ویې ويل چې د بلوچستان مسله ډيره پيچلې ده او د بنګال غوندې حالات په کې روا ن دي .هغوی پر حکومت تور ولګولو چې په دې لړ کې هيڅ هم نه کوي.

په قرارداد کې دا هم ويل شوي چې د ډرون بريدونو د بندولو د قرارداد په ګډون د پارلېمان څخه منظور کړل شوی ټول قراردادونه دې عملي کړل شي.

د روانې فبرورۍ میاشتې په په اتمه نېټه په واشنګټن کې د امریکايي کانګرس د بهرنو چارو یوې کمېټې د بلوچستان پر روانو حالاتو یوه ولسي اورېدنه وکړه چې پکې په دغه صوبه کې د تېښتونو او بیا د تري تم کسانو د مړیو په موندلو سخته اندېښنه ښودلې.



"په بلوچستان کې دې ځورنې ودرول شي "

XS
SM
MD
LG