د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانان د نغدو پيسو د وتو په ویره کې دي




رویټرز خبري اژانس لیکي، په افغانستان کې د اقتصادي پرمختګ لپاره باید د دغه هیواد حکومت د اوس نه سخت کار پیل کړي، چې د ۲۰۱۴ کال پوري دوی داسې پلان ولري ، مالداره خلک ترې خپله پیسه ونه باسي ، او باید حکومت د هغوی د ویرو په ختمولو کار وکړي.

رویټرز خبري اژانس لیکي، د کابل په شهزاده مني مارکيټ کې د دغه هیواد د اقتصادي صورتحال په اړه په عامو خلکو کې هر وخت بحث روان وي. چې یوه خبره پکي دا هم ده ، د دغه هیواد نه د بهرملکي پوځیانو د وتلو وروستو د بې یقینۍ له ویري ډیر مالداره او شته من افغانان کوشش کوي ، خپله پیسه له هیواده وباسي ، او بهر ملکونو ته یې منتقل کړي.

په کابل کې یو صرافه ، د سیکې بدلولو یو کاروباري حاجي اسد الله، چې امریکایي ډالرې ، افغانۍ، او د درهم بنډلونه یی سمول، وایي،ُ ټوله پیسه به یو ځل بیا بهر ولاړه شي، او داسې تل کیږي، څنګه چې بهرملکي ځواکونه ووځي نو مسلې به بیا شورو شي. ً

اوس چې کله له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو وتلو ته هم لږ وخت پاتې شو، د دغه هیواد چارواکي په دې فکر کولو مجبوره دي، څنګه به د امریکایي ډالرو د خپل ملکه د وتلو لارې بندوي، ځکه چې د بهر ملکي سیکې له وتلو سره یې هیواد د مالي مشکلاتو سره مخامخ کیدای شی.

د افغانستان د انوسټمنټ سپورټ ایجنسۍ مشر نسیم اکبر وایي، چې په دغه هیواد کې د سرمایه کارۍ په زیاتولو کار کوي، خو فکر مند دی، چې سیکه یې مشکلات لري ، او زیاتوي ، دوي سخت ضرورت لري ، چې د اوس نه تر ۲۰۱۴ م کال پوري په دې محنت وکړي ، چې د خپل هیواد ممکنه راروانې اقتصادي مسلې به څنګ هواروي.

د امریکایي حکومت د اډټ یو رپوټ ښایي دا ډیره ګرانه ده ، چې دوی يي په پوره توګه مالومه کړي، په بلینونه امریکایي ډالرې چرته خرڅ شوې دي.

رویټرز په کابل کې د تعمیراتی کمپنیو یو ملینیر مشر شیر شاه احمد زۍ د خولې لیکی، چې وایي، په دغه هیواد کې د زمکو قیمتونه ۱۵ فیصدي له هغې وروستو زیات شول، چې نړیوالو ددې خبرې ژمنه وکړه د دغه هیواد سره به د ۲۰۱۴ کال پوری مرستې کوي. خو زیاتوي په تیر کال کې د سولې د عالي شورا د پخواني مشر برهان الدین رباني د وژنې په رنګ پیښې د دغه هیواد په اقتصاد هم خراب اثرات غورځوي، چې پخپله افغانان هم په دې فکر مجبوروي، چې دوي خپله پیسه په خپله خاوره ولګوي او که نه.

شیر شاه احمد زۍ دا هم وایي، څه موده وړاندې چې په کابل کې یو فلیټ په دوه لکه شل زره امریکایي ډالره وو، د غیر یقیني صورتحال له وجې اوس په یو لاک څلویښت زره امریکایی ډالره دی.

په کابل کې یو بل سوداګر محمد جاوید وایي د دوی کاروبار هم سخت خراب شوی، او د دغه هیواد زیاتره هغه مالداره کسان چې اوس هم دغلته ژوند او روزګار کوي، ټوله پیسه یې د ځانونو سره نغده کیښودې، چې په څه قسم خرابو حالاتو کې د ملکه وتلی هم شي.

او زیاتوي، ده هم څه نا څه ۶۰ فیصدي خپل ګاهکان باییلي، چې دې نه د کاروبار اندازه لګیدای شي.
XS
SM
MD
LG