د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان مسله: د پاکستاني سیاستوالو دریځ


د امریکا د کانګرس د بهرنیو چارو په کمېټۍ کې د بلوچستان په موضوع د بحث منظر
د امریکا د کانګرس د بهرنیو چارو په کمېټۍ کې د بلوچستان په موضوع د بحث منظر
سراج ظهیر، مشال راډیو

اسلام اباد - د امریکا د کانګرس د بهرنیو چارو په کمېټۍ کې د پاکستان د بلوچستان په صورتحال بحث شوی دی.

دې امریکايي کمېټۍ د بلوچستان پر حالاتو د اندېښنې څرګندونه کړې ده.

د پاکستان د عوامي نیشنل ګوند غړی او سینېټر زاهد خان وايي، د امریکا لخوا دا بحث خو د فکر خبره ده خو ((د پاکستان حکومت او موږ د بلوچستان لپاره څه کړي دي؟))

دی وايي، له لومړۍ ورځې راهییسې د عوامي نیشنل ګوند دا غوښتنه ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو تګلاره دې ازاده وي.

((موږ د بلوچستان له حالاتو مطمین نه یو. او دا کوم صورتحال چې هلته روان دی له دې داسې ښکاري چې لکه له مشرقي پاکستانه بنګلا دېش جوړ شوی وو، نو دلته به هم بل بنګال جوړ شي.

د پاکستان د مسلم لیګ نواز ډلې اقبال ظفر جګړا له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال وویل، د امریکا د بهرنیو چارو کمېټۍ پر بیانونو باندې د دوی د ګوند دریځ نه دی راغلی؛ خو بیا به هم ((زه ووایم چې د بلوچستان شخړې ته هیچا په سنجیدګۍ توجه نه ده ورکړې. او د بلوچستان پر صورتحال هر پاکستانی پریشانه ده او په بلوچستان کې سازشونه روان دي او حکمرانان هم دا وايي چې هر څه سم دم روان دي.))


د پاکستان مسلم لیګ ق ډلې د خیبر پښتونخوا مشر امیر مقام وايي، له دې دا ښکاري چې ((امریکا د پاکستان په داخلي معاملو کې ګوتې وهي)).

دی وايي، د بلوچستان د حالاتو ذمه واري پر حکومت ده.

ده هم وویل، له دې هر څه ښکاري چې یو بل بنګلا دېش هم جوړېږي.

د جماعت اسلامي پروفیسر ابراهیم، د امریکا د بهرنیو چارو د کمېټۍ بحث غندلی دی او ویلي یې دي چې دوی هم د بلوچستان له حالاتو مطمینه نه دي.

د امریکا د کانګرس د بهرنیو چارو کمېټۍ دا واضحه کړې ده چې د دې بحث موخه د پاکستان په داخلي چارو کې ګوتې وهل نه دي، او نه هم داسې اراده لري.
XS
SM
MD
LG