د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مخکینۍ کرښې اتل په افغانستان کې نېمګړتیاوې جوتوي


په بريتانوۍ ورځپاڼه ټايمز کې انتوني لويډ د پېژندل شوي خبريال سېنډي ګال په اړه ليکنه کړې چې په ۱۹۸۴م کال کې افغانستان ته تللی و او له دې هيواد سره يې ډېره مينه لرله. د ليکوال په وينا دغه خبريال په افغانستان کې شته نيمګړتياوي په ګوته کړي دي.

په ټايمز ورځپاڼه کې انتوني لويډ ليکې، سېنډي ګال په ۱۹۸۴م کال کې افغانستان ته ولاړی او له دغه هيواد سره يې مينه پيدا شوه.

ليکوال د سېنډي ګال وروستي کتاب ته په اشاره سره ليکې، د کتاب په ويلو سره له ژورناليسټيکې خفګان څخه د آرام احساس ورته وشو ځکه چې نوموړی په بريتانيا او افغانستان دواړو هيوادونو کې د يو اتل خبريال حيثيت لري چې د روس په ضد د افغان جهاد په ورځو کې به مجاهدينو د ګرانښت له کبله ورته سنډيګال ويلی.

د ليکوال په وينا سېنډي ګال په ۱۹۵۳م کال کې له رويټرز سره د بهرني خبريال په حېث کار پيل کړی. که څه هم نوموړی د بهرنۍ جګړو شاهد پاته شوی دی خو د ۱۹۸۰مي په لسيزه کې افغانستان ته ولاړی او هلته يې له مجاهدينو سره د آی ټي اېن د خبريال په توګه کار وکړی. له افغانستان سره ميني او د سيمي په اړه د مالوماتو له کبله نوموړي په افغانانو کې ښه نوم پيدا کړی او په همدې خاطر يې د افغانستان په اړه ډېر په زړه پوري مالوماتي فلمونه جوړ کړل.

ګال په خپل نوي کتاب کې په افغانستان کې له هغو ځواکمنو پوښتنه کوي چې په هيواد کې د ثبات راوستو او د طالبانو د ياغيتوب د پای ته رسولو هڅه کوي چې ولي هر څه دومره خراب شوي دي. په دې کتاب کې د دې پوښتنو ځوابونه ليکل شوي دي. نوموړی پیل د ۱۹۸۰مه په لسيزه کې له هغه پيښي کوي کله چې افغان مجاهدينو له بريتانوي استخباراتي ادارې اېم آی سيکس او له پاکستاني ولسمشر ضياوالحق سره په پاکستان کې وليدل او بيا وروسته د مجاهدينو يو ډلي په افغانستان کې د روس پر پوځي کاروان بريد وکړی.

نوموړی د افغانستان د اوسني کړکېچ په اړه ليکې، د پاکستان او هند تر منځ د کشمير پر سر په لانجه کې د اسلام آباد لپاره د ملاتړ بنيادي تيږه سيمه ايز وسله وال دي چې طالبان پکې د ذکر وړ دي. نوموړی دا دليل ورکوي چې د کشمير د لانجې په هوارېدو کې تر ناکامۍ وروسته پاکستان نه غوښتل چې په ۲۰۰۱ کال کې طالبان له مينځه ولاړ شي نو په همدې خاطر يې په افغانستان کې د ستراتيجيکې ژورتيا د ساتلو او د هند لپاره د يو خنډ په توګه ياغيتوب ته وده ورکړه.

ليکوال د مقالې په پای کې ليکې، که څه هم د سېنډي ګال شننه نوې نه ده خو د نوموړي پراخ علم او د بيلا بيلو پيښو له يو بل سره تړاو يې کار ته دروندوالی بخښلی دی.
XS
SM
MD
LG