د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبایلي سیمو او بلوچستان پښتنو لپاره د نویو صوبو غوښتنه


د متحده قامي مومنټ له خوا په قامي اسمبلۍ کې د شلم آیني بدلون لپاره د بل وړاندې کیدو نه وروستو په پاکستان کې د نوو صوبو په جوړښت بحثونه کیږي.

په دغه اړه د قبائلو لپاره د یوې ځانګړې صوبې غوښتنه هم مخې ته راغلې ده. آیا قبایلي سیمې یوه ځانګړې صوبه پکار ده او که نه په خیبر پښتونخوا کې به يي ګډول ښه ارزښت اولري؟ د بلوچستان د پشتون میشته سیمو سیاسي مستقبل څه دی؟

د سند صوبې یو سیاسي ګوند د قبایلو د یوې جدا صوبې غوښتنه ولې کوي؟ نن په دې ټولو موضوعاتو بحث کوو. په بحث کې راسره د متحده قبایل ګوند مشر ملک حبیب اورکزی، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مرکزي کمیټۍ غړی اشرف خان هوتي او د سیاسي چارو کار پوه ډاکټر خادم حسین برخه اخلي.
کوربه شاهین بونیری دی.


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:27 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG