د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان له نوي تعلیمي نصابه د جګړې پاڼه باسي



د افغانستان په تعليمي نصاب کې د جنګونو تاريخ نه شاملولو وړانديز تر د دې سرليک لاندې ورځپاڼې واشنګتن پوسټ دليکوال کېون سېف یوه مقاله خپره کړېده نوموړی ليکي په افغانستان کې د تېرو څلور لسيزو راهیسې بد امني روانه ده هيواد جنګونو ځپلی دی خو اوس د دغه هېواد چارواکي دا فکر کوي چې په تعليمي نصاب کې دې د نسلي او سياسي جګړو تاريخ شامل نه کړل شي.

په مقاله کې راغلي دي څو وارې د امريکا په مرسته افغان حکومت داسې تعليمي نصاب جاري کړی دی چې په کې د شوروي جګړې ، مجاهدينو ، طالبانو او د امريکا د پوځونو د موجودګۍ هېڅ ذکر نه شته.

په دې نصاب کې دا هڅه شوې چې په افغانستان کې يو قامي شناخت ته وده ورکړل شي.

افغان چارواکي په خپله هم دا فکر کوي چې د هغوي تاريخ ډير لانجمن دی.

د افغانستان د تعليم وزير فاروق وردګ وايې د هغوی تاريخ دوی له بل نه لرې کوي ، نوموړی زياتوي هغوی خپل تاريخ له داسې ځای نه شورو کول غواړي چې دوی يوځاې وساتي ، د افغانستان د تعليم وزير وايي په دې څو لسيزو کې هغوی په لومړي ځل داسې تعليمي نصاب جوړ کړی دی چې له سياسي او پوځي اغېز نه پاک دی.

غربي مشران وايې پکار ده چې د افغانستان په تعليمي ادارو کې زده کونکو ته داسې تعليمي نصاب وښودل شي چې له وجې يې په افغانستان کې بيلا بېلې قبيلې يو موټې شي.

خو افغان چارواکې وايې نوی تعليمي نصاب داسې پکار دی چې په کې د افغانستان نسل ته يو نوې او جديد سوچ او فکر ورکړي ځکه چې د غه نسل په جنګونو او کرکو کې رالوی شوی دی.

په مقاله کې وړاندې راغلي دي د ۱۹۷۰ مه په لسيزه کې شوروي اتحاد داسې کتابونه چاپ کړل چې په کې د کميونزم تبليغ شوی وو همداراز د کميونزم د باني کارل مارکس د نظريې په اهميت باندې پرې ليکنې شوې وې. همداراز بيا د شوروي اتحاد د قبضې څخه د افغانانو د خلاصولو لپاره امريکې د جهاد په اړه يوشمېر کتابونه چاپ کړل ، دغه رنګ په ۱۹۹۰م کلونو کې له پاکستانه د سخت دريزۍ ډک تعليمي نصاب افغانستان ته رواړل شو.

همداراز د افغانستان په غربي برخه کې په نجي سکولونو کې د ايران پلوه اورپکو په اړه تعليمي نصاب ورکړل شو. په دې کې د حزب الله او حماس ډلو په اړه مالومات وو .


یو لانجمن تاریخ


مقاله ليکونکې وړاندي ليکي کله چې په ۲۰۰۲م کال کې تعليمي کارپوهان او نورو عالمان د نصاب پاکولو او سمولو لپار ه راټول شول نو هغوی په دې اتفاق را نغلې چې څه رنګه په تاريخ کې لانجمن کسان شامل کړو لکه احمد شامسعود او د طالبانو مشر ملا محمد عمر. د دوی په خبره د دې کسانو شاملولو سره به يا خو د دوی پلويان زيات شي او يا به د نسلونو ترمنځه نور اختلافات رامنځ ته کړي.

بيا ځنو دا دريځ لرلی چې د ظا هر شا باچا وروستو تاريخ دې په تعلمي نصاب کې شامل نه کړل شي ځکه چې د هغه د لرې کيدو وروستو په افغانستان کې د موجوده سياسي بې ثباتۍ اغاز وشو.او د نصاب ترتیبوونکو تر ډېره یوه خوله شوي دي.



ټولنیز بیا رغاوی


د تاریخ نوي سبقونه ان په هغو لرې پرتو کلیو کې هم ښودل کېږي چې د یاغیانو تر ولکې لاندې دي.د زدکړو چارواکي وايي که دوی په نصاب کې د طالبانو لخوا د هغوی په پنځه کلنه واکمنۍ کې د شویو ظلمونو تفصیلي ذکر وکړو نو په دې سره به هم نصابي کتاب لانجمن وګرځول شي.

د تعلیم وزیر فاوروق وردګ په ننګرهار کې د خپلې وینا پر مهل وویل ، چې موږ د خپلې ټولنې بیا رغونه د تعلیم له لارې کوو.؛دا نصاب به ټولو افغانانو ته اپیل کوي.٬

هغه زیاته کړه چې نصاب ملي دی او د اسلامي په بیناد به ولاړ وي .دا به د پښتنو او تاجکو او هزاره ګانو لپاره نه وي.دا نصاب به ټول افغان تر یوه چتر لاندي راوړي.دا به ورورګلوي او یو والی راوهڅوي.

هغه د یوې سرکاري ودانۍ د یوې ودانۍ پر مهال پر یوه دېوال په لیکه کې لګېدلو په تېر ۲۰۰ کاله کې د افغان مشرانو په تصویرانو کې د محمد داودخان هغه ته ګوته ونیوله چې په ۱۹۷۳م کال یې واک نیولی وو. هغه وویل له همدې ځایه زموږ تاریخ پای ته رسېږي.
XS
SM
MD
LG