د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سندرو امېل (احمد ګل استاد)


د سندرو امېل پاڼې ته ښه راغلاست.

په ننۍ خپرونه کې د پښتو ژبې لوی سندر غاړی احمد ګل استاد زموږ مېلمه ده.

دی وايي، ۵۵ کالونه وشول چې د موسیقۍ په میدان کې یې د خپل فن ښودل پیل کړي دي.

نوموړی، د ټپې ویلو یو خپل انداز لري چې یوه بېلګه یې نن په دې خپرونه کې هم شامله ده.

استاد احمد ګل وايي، ۶۹ کالن دی او د خیبر پښتونخوا د پېښور په سکیم چوک سیمې کې د یوه کلي دي.

استاد احمد ګل وايي، په هغه وخت کې چې دی ۱۳ کالن وو، ډېر زیات نېستمن وو او د کتابونو اخیستو وس یې هم نه لرله او د همدې غریبۍ له کبله ده د موسیقۍ میدان ته مخې کړه.

نوموړی وايي، په یوه اوونۍ کې یې په هغه وخت کې په راډیو پاکستان پېښور کې شپږ سندرې رېکارډ کړې.

له احمد ګل استاد سره د سندرو امېل خپرونې کې هارون باچا خبرې کړې دي او خپرونه یې د هغه په سندرو سینګار کړې هم ده.

خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ:

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:21:39 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG