د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کورمه کې د پوځ او وسله والو تر منځ نښته شوې


په کورمه کې د پوځي امیر خان خپلوان د ده جنازه وړي. دی په کورمه کې د سه شنبې په ورځ له طالبانو سره په نښته کې وژل شوی وو.
په کورمه کې د پوځي امیر خان خپلوان د ده جنازه وړي. دی په کورمه کې د سه شنبې په ورځ له طالبانو سره په نښته کې وژل شوی وو.
پېښور - وسله والو طالبانو د پاکستان په قبايلي سیمه کورمه کې یو ځل بیا پر دولتي ځواکونو لویه حمله کړې.

پوځي چارواکي وايي دا حمله د پنجشنبې او جمعې ترمنځې شپې ناوخته مهال د کوزې کرمې په شهیدانو ډنډ کې پر نواب پوسته شوې.

د قبایلي سیمو لپاره د پوځ د عامه اړيکو د دفتر یوه مسوول، چې نه يې غوښتل نوم يې واخیستل شي له مشال راډیو سره په مرکه کې د ۱۰ پوځيانو د مرګ ژوبلې خبر تایید کړی دی:

((دا د کوزې کورمې سیمه ده، حمله د شپې شوې، د شپې پر ۱۲ بجو، په دې حمله کې اووه سرتېري وژل شوي او درې ټپيان دي. لادرکه سرتېري تښتول شوي ندي، په دې ډول پيښو کې داسې کېږي، چې چیرته خوندي ځای کې ځانونه پټ کړي بیا وروسته چې کراري شي بیرته خپلو مرکزونو ته ځان ورسوي. برید کوونکیو ته هم د سر دروند زیان اوښتی خو د شمېر په باب يې جزیات نه لرو.))

بلخوا پاکستاني رسنیو د پوځي سرچینو له قوله د دولتي ځواکونو په ځوابي ډزو کې د ۱۸ برید کوونکیو د وژل کېدو راپور ورکړی، خو دغه افسر په دې باب بې خبري وښوده.

احسان الله احسان، چې ځان د پاکستاني طالبانو ویاند معرفي کوي مشال راډيو ته وویل، چې دا برید د دوی وسله والو کړی.

نوموړي، چې له ناڅرګند ځایه يې د ټیلیفون پر لیکه خبرې کولې ادعا وکړه، وسله والو طالبانو په دې حمله کې ۱۲ تنه دولتي سرتېري وژلي او څلور نور يې له یو تعداد وسلو سره ژوندي نیولي او له ځان سره يې بیولي.

هغه همدا شان یواځې د خپل یوه وسله وال ملګري د وژنې خبر تایید کړ.

شهیدانو ډنډ د کوزې کورمې سرحدي سیمه ده، چې د افغانستان پولې ته نژدې موقعیت لري، په دې سیمه کې له دې وړاندې هم د وسله والو طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ ورته نښتې شوي.

کورمه د پاکستان یوه له هغو قبایيلي سیمو څخه ده، چې له تېرو څو کلونو راهیسې وسله وال طالبان پکې فعالیت لري.

تېر کال داسې راپورونه ورکړل شوي ول، چې د شمالي وزیرستان ګڼ شمېر وسله وال طالبان دې سیمې ته تللي او په لسګونو مرکزونه يې جوړ کړي.
XS
SM
MD
LG