د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې له بشري حقونو سرغړونې او آی ایس آی


د پاکستان سترې محکمې د څلورو بندیانو د وژنې په اړه د آی ایس آی مشر جنرال شجاع پاشا ته هم نوټس ورکړی دی.
د پاکستان سترې محکمې د څلورو بندیانو د وژنې په اړه د آی ایس آی مشر جنرال شجاع پاشا ته هم نوټس ورکړی دی.
ژباړه: ملیحه امیر زاده، مشال راډیو

سرچینه: ډېلي ټایمز


د پاکستان د انګرېزي ژبې ډېلې ټایمز لیکي په ۲۰۱۰ز کال کې د اډیالې له زندانه ۱۱ بندیان ورک شول.

دا قیدیان مشکوکه ترهګر ول چې پر پخواني ولسمشر جنرال پروېز مشرف، کامرې، او حمزه اډو، او د پاکستان د پوځ پر سر دفتر د برید کولو په تور نیول شوي ول چې د ترهګرۍ ضد یوه عدالت بې ګناه وګرځول خو بیا هم را خلاص نشول.

ورځپاڼه لیکي، د لاهور هايي کورټ د هغوی د خوشې کولو امر هم ورکړ خو داسې ویل کېږي چې د پاکستان استخباراتي ادارې آی ایس آی دا کسان ورک کړل.

ورځپاڼه لیکي، په ۲۰۱۱ز کال کې د پاکستان د پوځ د سر دفتر یوه چارواکي دا ومنله چې دا بندیان د دوی په ولکه کې دي.

دې اېډووکېټ جنرال وویل، دوی د ۲۰۱۱ز کال په اپرېل کې رسماً نیول شوي ول او دا چې د پاکستان د پوځي قانوني مادې تر مخې پر دوی کېس هم پیل شوی دی.

ډېلې ټایمز لیکي، داسې ښکاري، په ۱۱ کې څلور بندیان د دوی په ولکه کې مړه شوي دي. هلته د لا درکه کسانو په اړه یو غوښتنلیک هم په عدالت کې دایر کړل شوی وو. په دې لړ کې سپریم کورټ د دفاع سېکرتر، د آی ایس آی مشر او د جي ایچ کیو جج اېډووکېټ جنرال ته نوټسې ورکړل شوې دي.


په ورځپاڼه کې راغلي، د بشري حقونو د څار نړیواله اداره هیومن رایټس واچ د ۲۰۱۲ز کال رپورټ وايي د پوځي فشار له کبله د پاکستان ولسي حکومت په دې کې پاتې راغلی دی چې په دې کېس کې د ککړو کسانو پر ضد کار روايي وکړي.

ډېلي ټایمز لیکي، په پاکستان کې له بنیادي بشري حقونو سر غړونه کېږي: چې د څلورو قیدیانو وژل کېدل یې یو مثال دی.

په مقاله کې راغلي، که څه هم دا قیدیان په لویو جرمونو تورن ول خو باید هیچا ته د دوی د وژنې اجازه ورنکړل شي. داسې قسم کارونه او پېښې د هیواد د انصاف د نظام، ټولنه، دولت او د دولتي پالیسیو په اړه پوښتنې پیدا کوي.

ورځپاڼه لیکي، د سپریم کورټ نوټس ښه ګام دی او دا چې باید استخباراتي ادارې د دې وژنو ځواب ورکړي او دا ووايي چې پاتې اووه بندیانو سره به څه کېږي؟

ورځپاڼه زیاتوي، په کار ده جمهوري حکومت په دې اړه ګامونه پورته کړي وای چې له بشري حقونو سر غړونه ونشي.
XS
SM
MD
LG