د لاسرسي ځای

تازه خبر

'طالبان د پښتنو استازي نه دي'


ژباړه: بوریوال کاکړ

د پاکستان په اونیزه مجله ً دي فراي ډې ټایمز ً کې د یوه افغان لیکوال عباس دیار مقاله خپره شوې ده. نوموړی لیکي چې افغانان طالبانو ته د یوه ملت پاله غورځنګ په سترګه نه ګوري بلکه داسې ګڼي چې پر دوی د پاکستان د دیوبندي مدرسو اغېزه ده.

افغان لیکوال عباس دیار په فراي ډې ټایمز کې د خپرې شوې دې مقالې په پیل کې لیکي چې د پاکستان په رسنیو کې د دې ملک پر بهرنۍ تګلاره او امنیت کېدونکې خبرې اترې تل پر پوځي بیانونو راڅرخي.

دی لیکي چې په پاکستان کې زیاتره حکومت پلوه او پراخ نظري شنونکي دا فکر کوي چې په افغانستان کې د طالبان تحریک یو ملت پاله غورځنګ دی چې تر شا یې د پښتنو بې وزلي ده.

عباس دیار لیکي چې دا مفکوره په افغانستان کې د پاکستاني پوځ د سټرېټیجیکي ژورتیا د تګلارې برخه ده او پخواني پوځي امر پرویز مشرف په ۲۰۰۶م کال کې د اورپايي ټولنې و پارلمان ته د وینا پر مهال خپره کړې وه. هغه ویلي وو چې طالبان په افغانستان کې د پښتنو استازیتوب کوي .

لیکوال لیکي چې د پاکستان پوځ او په ټلویزنونو کې خبرې کوونکي شننونکي افغان طالبان یو پښتون ملت پاله غورځنګ بولي خو تحریک طالبان پاکستان به هیڅ کله هم د قبایلي سیمو د پښتنو یو استازی تحریک ونه ګڼي.

عباس دیار لیکي چې د پاکستان پوځي اسټبلشمنټ او زیاتره شنونکي افغان طالبان په افغانستان کې د پښتنو یو مقاومتي غورځنګ بولي او تحریک طالبان پاکستان پر دې سربېره ترهګر بولي چې هغوی ځان ته د افغان طالبانو وروڼه او د ملا عمر پلويان وايي.

عباس دیار زیاتوي چې هغه پاکستاني کسان چې داسې نظر لري پښتانه نه دي. د هغه په خبره پښتانه پوهان او ژورنالسټان که هغه پراخ نظره دي او که بنسټ پاله او آن تر دې چې په پوځ کې پاتې شوي پښتانه ټول دا نه مني چې ګواکې افغان طالبان دي د پښتنو یو مقاومتي غورځنګ وي.

د لیکوال په خبره د پاکستان په رسنیو کې داسې خبره کیږي چې طالبانو په افغانستان کې امن راوستی وو. خو دی لیکي چې په هغه وخت کې د طالبانو په وړاندې هیڅ داسې مقاومتي ځواک نه وو خو بیا هم هغوی په زرګونه کسان ووژل. او په ۲۰۰۱ لومړي کال کې د طالبانو د رژیم ړنګېدل په کابل کې یوه خوشالي وه.

مقاله لیکونکی لیکي چې افغانان طالبانو ته پر پښتونولۍ ولاړ یوه ملت پاله غورځنګ په سترګه نه ګوري بلکه داسې ګڼي چې پر دوی د پاکستان د دیوبندي مدرسو اغېزه ده. هغوی یو منظمه ډله نه ده او نه هم ټول طالبانو ځان د پښتنو استازي بولي.

دی زیاتوي چې که څه هم د دوی زیاتره برخه پښتانه دي خو د نورو ژبو خلک هم په کې شامل دي او په خاسه توګه د افغانستان په شمالي سیمو کې.

د لیکوال په خبره په ځايي طالبانو کې ځیني د بهرنیو ځواکونو پر ضد جګړه کوي ، ځیني د سیمه ییزو دښمنیو او ځینه د خپلو ګټو لپاره جنګیږي. او داسې هم شته چې د پیسو لپاره جګړه کوي.

عباس دیار لیکي چې د افغانستان په شمال کې یې له داسې طالبانو سره خبرې کړي چې پښتانه نه بلکه ترکمن وو او ویل چې دوی ته د جګړې کولو په بدل کې په مزار شریف کې د یوه طالب کومندان له خوا د میاشتې له پنځو سوو څخه تر شپږو سوو پورې ډالر ورکول کیږي. او ځیني داسې طالبان هم شته چې د طالبانو په لیکو کې دي او د نشي موادو له صنعت څخه ګټې ترلاسه کوي.

عباس دیار لیکي چې د وسله والو طالبانو د ټولو لویو ډلو مرکزي مشران په پاکستان کې دي. هغه که د کندهاري طالبانو د کوټې شورا ده ، که په وزیرستان کې د حقاني شبکه ده او که د حکمتیار حزب اسلامي ده.

دی لیکي چې د افغانستان او پاکستان پر دوو پولو د سفر پر وخت دی زیاتره له داسې طالبانو سره ویني چې په هلمند او روزګان کې د یوې او یا دوو میاشتو له جګړې کولو وروسته د ارام لپاره کوټې ته ځي. او د زیاتره ځانمرګو بریدکوونکو رېښې له قبایلي سیمو او بلوچستانه سره تړلې وي.

عباس دیار لیکي چې افغان طالبان به د افغانستان د پښتنو په اړه کوم سیاسي تحفظات ولري. هغوی خو د پښتنو د سلګونو پېړیو زاړه دودونه تر پښو لاندې کړل. یانې لکه قبایلي مشرانو ته درناوی او د جرګو نظام.

عباس دیار لیکي چې طالبان په افغانستان کې هیڅ ملاتړ نه لري او د هغه په خبره که چیري سپا ټاکنې وشوې نو د افغانستان پښتانه به داسې طالبان رد کړي لکه د پاکستان پښتنو چې و پراخ نظره ګوند عوامي نشنل پارټۍ ته رایې ورکړې.
XS
SM
MD
LG