د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسیايي هیوادونو لپاره د م.م امنیتي مشر کندهار کې


جان سکاټ د کندهار د سفر پر مهال له ولایتي چارواکو سره ولیدل.
جان سکاټ د کندهار د سفر پر مهال له ولایتي چارواکو سره ولیدل.
سید شاه سقیم، مشال راډیو

کندهار -
د اسيايي هېوادونو لپاره د ملګرو ملتونو د امنيتي چارو مشر جان سکاټ نن (د جنورۍ ۲۸مه) په يو رسمي سفر د افغانستان کندهار ولايت ته تللى او هلته يې له ګڼو دولتي چارواکيو او بهرنيو سرتېرو سره ليدلي دي.

له ده سره يو ځاى په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د منطقوي عملياتو او ساتني مشر، په سويلي حوزه کې د ملګرو ملتونو د امنيتي چارو مسول او په افغانستان کې د UNAMA د امنيتي چارو مسول هم راغلي وو .

د کندهار له ولايت مقام څخه مشال راډيو ته په رالېږله شوې خبر پاڼه کې ويل شوي دي چې جان سکاټ په کندهار کې له والي، امنيه قومندان او د ايساف سرتېرو د اوپراتيفي مرکز له مشر سره ليدلي دي.

د سرچينې په خبره جان سکاټ د خپلو څرګندونو پر مهال په کندهار کې امنيتي چارواکي وستايل چې په دغه ولايت کې يې سوله ټينګه کړې ده .

جان سکاټ وویل، تېر کال په کندهار کې د IRD پر دفتر د ځانمرګيو د ډله ييز بريد پر مهال يې هغه وخت زړه ته ولوېده چې افغان سرتېري ډېره تکړه شوي دي چې په سيمه کې يې د ملګرو ملتونو د ميشتو دفترونو او کارکوونکو ساتنه په ښه توګه وکړه .

د خبر پاڼې په اساس، د کندهار والي هم جان سکاټ ته په کندهار کې د امنيتي چارو د ښه سمبالولو وعده ورکړې ده . او زياته کړې يې ده چې دا مهال د دغه ولايت د زياتو ولسواليو تر مرکزونو او کليو پورې غځېدلې ټولې لارې خلاصې شوې او له وسله والو څخه پاکې شوې دي.

د اسیايي هیوادونو لپاره د م م د امنیتي چارو مشر جان سکاټ
د اسیايي هیوادونو لپاره د م م د امنیتي چارو مشر جان سکاټ
ويسا ويلي دي چې دا مهال افغان سرتېرو په مخامخ جګړو کې وسله والو ته ماتې ورکړې او يوازينى شى چې دوى ته يې سرخوږى جوړ کړى دى د سړک پر غاړو خښ شوي ماينونه او ځانمرګي بريدونه دي .

د سرچينې په خبره د کندهار امنيتي مسولينو له جان سکاټ سره د خبرو پر مهال وويل په کندهار کې افغان ملي امنيتي ځواکونه په پوره ډول د انتقال پروسې ته چمتوالى لري او اماده دي چې په دې برخه کې مسوليتونه واخلي.

امنيتي مسولينو جان سکاټ ته ويلي دي چې که څه هم امنيتي چارې ورسپارلو ته تيار دي خو د شپې په عملياتو کې کارېدونکو او همداراز، د ماينونو شنډولو لپاره د اړتيا وړ سامان الاتو په برخه کې لا هم د بهرنيو سرتېرو مرستو ته اړ دي.
XS
SM
MD
LG