د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د ډاکتر شکیل په اړه اندېښنې، بغاوت یې نه دی کړی'


د امریکا د دفاع وزیر لیون پانیټا
د امریکا د دفاع وزیر لیون پانیټا
ګل ایاز، مشال راډیو

پراګ
- د امریکا د دفاع وزیر لیون پانیټا د پاکستاني ډاکتر شکیل اپریدي چې له امریکا سره یې د اسامه بن لادن په اړه ګټور مالومات شریک کړي ول، په نیولو او د ده پر ضد د بغاوت په مقدمې چلولو اندېښنه څرګنده کړې ده.

پاکستان د ۲۰۱۱ز کال د مې د دویمې تر هغو عملیاتو وروسته چې په کې اسامه بن لادن ووژل شو، د چاپو او پلټنو پر مهال ډاکتر شکیل اپریدی نیولی وو او پر ده د بغاوت مقدمه چلوي.

د امریکا له سي بي ایس ټیلي ویژن یوې خپرونې (چې ۶۰ دقیقي نومېږي) سره د مرکې پر وخت پانیټا وویل: ((زه ډېر زیات اندېښمن یم چې پاکستان به له هغه کس سره څه عمل کړی وي. دا هغه کس وو چې استخباراتي مالومات یې ورکړي ول او ډېر زیات ګټور ول. د دې عملیاتو لپاره هم دا مالومات ډېر مهم ول او هغه څه بغاوت نه وو کړی.))

د بغاوت مقدمه په دوو صورتونو کې جوړېږي. لومړی، د طاقت په زور د ایین ماتولو په صورت کې، د ایین د شپږمې مادې تر مخې د بغاوت مقدمه جوړېږي. دا ماده یا شق زیاتره پر پوځ استعمالېدای شي. دویم، په فوجداري ضابطو کې پر هغه کس د بغاوت مقدمه چلېدای شي چې له دښمن هیواد سره د خپل هیواد د ګټو په سر مرسته وکړي.

لیون پانیټا وویل، د پاکستان چارواکي د اسامه بن لادن په هیواد کې پر موجودګۍ خبر ول او ډاکتر شکیل د پاکستان پر ضد بغاوت نه دی کړی: ((پاکستان او امریکا د ترهګرۍ پر ضد یو قسم مقاصد لري. نه یواځې د القاعده بلکې د هغه کس پر ضد مقاصد لرو چې زموږ او دوی پر هیواد بریدونه کوي. د هغه کس پر ضد کار روايي کول چې له موږ سره یې مرسته کړې، زما په نظر دا به لویه تېروتنه وي. زما په نظر د هغه کس پر ضد چې څه هم کېږي، خو خوشې کول یې په کار دي.))

ډاکتر اپریدی دا مهال د پاکستان د امنیتي ادارو په ولکه کې دی. او د چارواکو په وینا، د بغاوت مقدمه به پر چلېږي.

په پاکستان کې د بغاوت مقدمه په کومو حالاتو کې جوړېږي؟ په پېښور کې د قانوني چارو کار پوه، بیرسټر باچا وايي: ((د بغاوت مقدمه په دوو صورتونو کې جوړېږي. لومړی، د طاقت په زور د ایین ماتولو په صورت کې، د ایین د شپږمې مادې تر مخې د بغاوت مقدمه جوړېږي. دا ماده یا شق زیاتره پر پوځ استعمالېدای شي. دویم، په فوجداري ضابطو کې پر هغه کس د بغاوت مقدمه چلېدای شي چې له دښمن هیواد سره د خپل هیواد د ګټو په سر مرسته وکړي.))

بله پوښتنه دلته دا پیدا کېږي چې ایا د پاکستان د قانون تر مخې، د بغاوت تر مقدمې لاندې راوستل شوی کس وکیل نیولای شي؟

بیرسټر باچا یې په ځواب کې وايي: ((بالکل وي. د وکیل نیولو حق په هر صورت کې شته. نه عدالت او نه هم حکومت څوک له دې حقه محرومولای شي. د نړۍ په هر عدالتي نظام کې دا خبره شته چې هغه کس ته به تر هغې سزا نه ورکوي چې د هغه خبره اورېدل شوې نه وي.))

ډاکتر اپریدي، په اېبټ اباد کې د پولیو څاڅکو ورکولو کیمپېن پیل کړی وو چې له دې لارې یې د اسامه بن لادن د ډي این اې تصدیق کړی وو.

امریکا د ډاکتر اپریدي له طرفه د ورکړل شویو مالوماتو په اساس تېر کال د مې په دویمه نېټه په پاکستان کې عملیات کړي ول او اسامه بن لادن یې وژلی وو.
XS
SM
MD
LG