د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سپریم کورټ کې د اصغر خان کېس څه مانا لري؟


اسرار عالم مومند، مشال راډیو

پراګ - د پاکستان سپریم کورټ به د پاکستان د هوايي ځواکونو د پخواني مارشال اصغر خان د کېس اورېدنه د فبروۍ په ۲۹مه نېټه پیلوي.

له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال د پاکستان د سپریم کورټ بار پخواني مشر قاضي انور ویلي د اصغر خان دا کېس په ۱۹۹۰ کال کې د پاکستان د استخباراتي ادارې آی ایس آی پر ضد جمع کړی وو.

د پاکستان پخواني مشر ذوالفقار علي بوټو اصلاً په سیاست کې د آی ایس آی د رول لوبولو کار پیل کړی وو.
د نوموړي په خبره، په دې کېس کې پر آی ایس آی تور پورې شوی دی چې په ۱۹۹۰ز کال کې یې مسلم لیګ (ن) ډلې، جماعت اسلامي، او د پاکستان نورو سیاسي ګوندونو ته پیسې ورکړې وې چې په دې کال کې په پارلېماني انتخاباتو کې د پیپلز ګوند پر ضد یو موټی شي.

((دا کېس چې دی دا خو تقریباً ۲۱ کالونو [راهیسې] په سپریم کورټ کې پروت دی. او [په] دې کېس کې دا وو چې آی ایس آی چې ده، هغې په الېکشن کې آی جې آی جوړ کړی وو.))

قاضي انور وايي، په آی جې آی کې ښي لاسي ګوندونه، لکه جماعت اسلامي، مسلم لیګ (ن) وغیره شامل ول.

د ده په خبره، د هغه وخت ولسمشر غلام اسحاق خان آی ایس آی ته ویلي ول چې دې ګوندونو ته دې پیسې ورکړي.

اوس پوښتنه دا ده چې اصغر خان د چا پر ضد په سپریم کورټ کې معامله دایره کړې وه؟ د دې په ځواب کې قاضي انور وویل: ((په هغې کې د بې شماره کسانو نومونه دي. ځېنې داسې خلک دي چې اوس ژوندي نه دي، لکه محمد خان جونېجو، میر افضل خان، جام صادق علي، پیر پګارا [وغیره] داسې ډېر نومونه دي.))

د پاکستان دا قانون ناسم دی چې یو کس به هغه وخت د قامي اسمبلۍ په انتخاباتو کې برخه اخلي چې د انتخاباتو د لګښت لپاره ۵۰ لکه روپۍ ولري. همدا لامل دی چې غریبان په انتخاباتو کې برخه نشي اخیستای او بیا د برخې اخیستو لپاره نا قانونه لارې لټوي.

قاضي انور وايي، د پاکستان پخواني مشر ذوالفقار علي بوټو اصلاً په سیاست کې د آی ایس آی د رول لوبولو کار پیل کړی وو.

پخواني ایر مارشال او د تحریک انصاف اوسني غړي اصغر خان په سپریمو کورټ کې په خپل دایر کړي درخواست کې ویلي، مسلم لیګ نواز ډلې هم په ۱۹۹۰ز کال کې له آی ایس آی پیسې اخیستې وې.

ایا اوس چې دا معامله شا و خوا ۲۰ کاله وروسته پیلېږي نو له دې سره به مسلم لیګ ته تاوان رسي او که نه؟

د دې په ځواب کې د مسلم لیګ لخوا د سینېټ غړي پروېز رشید وویل، دوی د دې معاملې له بیا پیلولو نه ویرېږي:

((دا معامله له مودې راهیسې په سپریم کورټ کې د ځنډ ښکار وه، او د دې ځنډولو لپاره موږ هیڅ کله درخواست نه دی ورکړی ځکه چې موږ په کې نه وو ککړ. اوس که چېرې په سپریم کورټ کې د دې نتیجې مخې ته راځي نو پر موږ به یې هیڅ اثر نه وي، او نه به یې موږ ته تاوان رسي.))

د اصغر خان په کېس کې د نواز شریف مسلم لیګ هم د پیسو اخیستو په تور، تورن دی. دا ګوند په پاکستان کې اوس په پارلېمان کې د حزب اختلاف دنده پر ځای کوي.
د اصغر خان په کېس کې د نواز شریف مسلم لیګ هم د پیسو اخیستو په تور، تورن دی. دا ګوند په پاکستان کې اوس په پارلېمان کې د حزب اختلاف دنده پر ځای کوي.
د سپریم کورټ بار پخوانی مشر قاضي انور وايي، دې سیاسي ګوندونو ته آی ایس آی له مهران بانکه پیسې ورکړې وې.

دی وايي، دا نه شي ویلای چې آخر وجه څه وه چې تر ۲۰ کالونو د دې معاملې هیڅ نتیجه نه ده راوتلې.

نوموړی وايي، که چېرې اوس هم سپریم کورټ دا مسله هواره کړي نو له دې سره به دا وشي چې آی ایس آی به په دې پوه شي، او د دې پابنده به شي چې په سیاست کې لاس و نه وهي.

قاضي انور له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال وویل، د پاکستان دا قانون ناسم دی چې یو کس به هغه وخت د قامي اسمبلۍ په انتخاباتو کې برخه اخلي چې د انتخاباتو د لګښت لپاره ۵۰ لکه روپۍ ولري.

دی زیاتوي، همدا لامل دی چې غریبان په انتخاباتو کې برخه نشي اخیستای او بیا د برخې اخیستو لپاره نا قانونه لارې لټوي.
XS
SM
MD
LG