د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان اسمبلۍ د ډیموکراسۍ حق کې قرارداد منظور کړ


خدای نور ناصر، مشال راډیو

کوټه - د پاکستان اوسنیو سیاسي حالاتو ته په پام سره، د بلوچستان اسمبلۍ یو پرېکړه لیک یا قرار داد منظور کړی دی چې په کې د وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني، او ولسمشر اصف علي زرداري د باور څرګندونه شوې ده؛ او دې اسمبلۍ د جمهوري حکومت ملاتړ کړی دی.

د پنجشنبې (د جنورۍ ۲۶مه) د ورځې په غونډه کې صوبايي وزیر علي مدد جتک ایوان ته دا قرار داد وړاندې کړ.

سره له دې چې په غونډه کې د اسمبلۍ له ټولو ۶۵ غړو، ۱۵ هغو ګډون وکړ، خو دا پرېکړه لیک منظور کړل شو.

د جمیعت علمای اسلام فضل الرحمان ډلې صوبايي وزیر عین الله شمس د دې قرار داد په اړه غونډې ته وویل:

((د هر یوه پوځي په نسبت، سیاسي ګوندونه زموږ لپاره ښه دي. لهذا د دې قرار داد زه حمایت کوم.))


صوبايي وزیر علي مدد جتک د پرېکړه لیک لوستلو په حال کې
صوبايي وزیر علي مدد جتک د پرېکړه لیک لوستلو په حال کې
سره له دې چې د دې اسمبلۍ هر یوه غړي د عین الله شمس په څېر د دې پرېکړه لیک حمایت وکړ، خو هر یوه په خپل وار د اسمبلۍ د غړیو د نه حضور ذکر هم کاوه او تنقید یې هم وکړ.

صوبايي وزیرې شمع پروین مګسي په دې غونډه کې وویل:

((موږ ټولو نن محسوسه کړه چې [تر وقفې وروسته نن] زموږ د غونډې لومړۍ ورځ ده؛ او زموږ د غړیو شمېر [ډېر] کم دی. د غیر ذمه وارۍ هم یوه انتها وي. پر دې سر بېره چې موږ ټول پوهېږو چې موږ [خلکو] منتخب کړي او دلته را استولي یو.))

يوه بل وزیر عبدالخالق بشردوست بیا وویل: ((موږ په خوله د جمهوریت خبرې کوو، خو پخپله مو د جمهوریت په چوکاټ کې دننه يو کار هم نه دی کړی.))

بشردوست زیاته کړه: ((موږ خپله پوهېږو او محسوسوو يې، چې موږ سیاستوالان له خلکو سره هغه خلوص نه لرو، چې باید سیاستوالان [یې] له خلکو سره ولري.))


د بلوچستان اسمبلۍ غونډه روانه وه، او هر غړي يواځې په خپلو ملګرو نه بلکې پر خپل ځان هم نیوکې کولې. او داسې هیڅ يوه غړي د دې قرار داد مخالفت و نه کړ.

تر دې وروسته، د اسمبلۍ سپیکر اسلم بوتاني د دې قرار داد د منظورېدواعلان وکړ.

تر غونډې وروسته مې له اسلم بوتاني وپوښتل، دا څنګه کېدای شي چې د اسمبلۍ په ۶۵ غړيو کې يواځې ۱۵ حاضر وو او تاسو پر دې سر بېره د قرارداد د منظورېدو اعلان وکړ. ایا د اسمبلۍ کورم پوره وو او که نه؟

بوتاني يې په ځواب کې وویل: ((د اسمبلۍ د قواعدو او قانون تر مخې، تر [هغو] پوري چې يو غړی ولاړ نشي او د کورم نشاندهي درته و نه کړي، غونډه به روانه وي. نو دا ویل کېږي چې غونډه له قانون سره سمه روانه ده. او د نن غونډه هم له قانوني پلوه سمه وه. او قرارداد چې د جمهوریت د استحکام لپاره وو، په متفقه منظور شو.))


د بلوچستان اسمبلۍ سپیکر اسلم بوتاني
د بلوچستان اسمبلۍ سپیکر اسلم بوتاني
د اسمبلۍ سپیکر وايي، يوه غړي هم د کورم نشاندهي ونه کړه.

تر دې وروسته، له ژوبه منتخب شوي عبدالخالق بشردوست څخه مې وپوښتل، تاسو د کورم نشاندهي ولي و نه کړای شوه؟ عبدالخالق بشردوست يې په ځواب کي وویل:

((موږ خو اسمبلۍ ته د خپلې خبرې کولو لپاره راځو. تر څو پورې چې د کورم د نشاندهي خبره ده نو زما په فکر دا د حزب اختلاف کار دی. چې د کورم نشاندهي وکړي.))

د بشردوست په خبره، په اسمبلۍ کې د کورم نشاندهي د حزب اختلاف کار دی. که داسې وي، نو د بلوچستان اسمبلۍ په راتلونکې کې تر دې هم په لږ غړيو هر قرارداد منظورولی شي. دا ځکه چې په دې اسمبلۍ کې په اپوزیشن کې يواځې يو غړی سردار یار محمد رند دی. چې د قبايلي ستونځي له کبله په تېر څه کم څلور کاله کې يواځې يوه ورځ، هغه هم د سوګند اخیستو لپاره د اسمبلۍ غونډې ته راغلی وو.
XS
SM
MD
LG