د لاسرسي ځای

تازه خبر

له طالبانو سره د سولې پر خبرو د ورځپاڼو لیکنې


په فارن پاليسي مجله کې ليکوالي شمايله چودري افغان طالبانو سره د امريکا د سولې د خبرو اترو په اړه یوه مقاله ليکلي ده.

دا ليکې چې د اوباما اداري په دې نزدو کې هڅي توندي کړي دي چې د وسله والو طالبانو سره د جوړ جاړي د خبرو اترو په لړې کې خپل اتحاديان هم وپيي. او هم له دې وجې د روانې مياشتې په دريمه نيټه طالبانو د يوې خبر پاڼې له مخه خبرو اترو ته د سلا کېدو په اړه خپله خوښي هم په ډاګه کړه.

په دغه خبر پاڼه کې طالبانو ويلي ول چې دوی به په عربي هيواد قطر کې يو سياسي دفتر پرانيزي چې د نورو قامونه سره خبري اتري وکړي. ليکواله وايي چې آيا د طالبانو لخوا دا سياسي هلې ځلې دا څرګندوي چې دوی د ياغيتوب د ډګر نه په يو رياست کې ځان بدلوي؟

خو بيا د طالبانو لخوا د رواني مياشتې په دولسمه نيټه د يوې بلې بيانيي حواله ورکوي چې پکې ويل شوي ول، چې دوی په سياسي هلو ځلو کې ښکېليدل زیاتوي خو ددې دا مطلب نه دی چې ګني دوی جهاد پريښي دی او په کابل کې موجوده حکومت او دهغوي جوړ شوي آيين قبلوي. ليکواله ددې دوه مخي تګ لارې په اړه پوښتنه راپورته کوي چې دا څه دي ، خبرې اترې او که جنګ.

ليکواله مخکې ليکې چې د طالبانو لخوا دا متضاد بيانونه د سولی په اړه د خبرو اترو په لړ کې د دوی په ژمنتيا باندې د بې يقينۍ سورۍ غوړوي. میرمن شما يله چودري وايي چې د طالبانو لخوا دغه رسمي بيا نونه ته پدې نظر نه دي کتل پکار چې ګني دوی خبرو اترو ته تيار دي. ځکه چې په هيواد دننه طالبانو کې به د رواني جګړي په اړه ضرور اختلاف وي او هغه خلک چې د جوړ جاړي طرفدار دي په روانه شخړه کې غواړي چې دهغو خلکو تر څنګ چې په جګړه کې ښکېل دي پدې جنګ بريا تر لاسه کړي.

ليکواله مخکې ليکی چې هم دغه ډول د امريکا لخوا دا ايجنډه چې جنګ،، خبرې اترې، اود بيا ودانۍ دا مطلب نه دی چې امريکايي انتظاميه یوه خوله ده.ځکه چې د امريکايي دفاعي، استخباراتي او ډيپلوميټکې چارواکو تر مينځه د طا لبانو سره په خبرو اترو اختلافات څه پټه خبره نه ده.

بلخوا امريکايي ورځپاڼه نيويارک ټايمز کې ليکواله اليزه روبن ليکي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو نوی استازي جان کوبېس د تيري چارشنبې په ورځ په کابل کې خبريالانو سره په خبرو کې په افغانانو ټينګار وکړ چې که دوی غواړي له وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو بهير خپل منطقي انجام ته ورسوي نو باييد پدې بهير کې د افغاني ټولني هره برخه ونډه ولري،

ورځپاڼه د جان کوبېس له خولې ليکي چې پدې نزدو کې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه کلک دريځ خپل کړی دی او د طالبانو سره سره يي په ناټو هم غږ کړی دی چې په روانه جګړه کې باييد د ملکې وګړو ژغورل په پام کې وساتل شي.

ورځپاڼه ليکې چې پدې نزدو کې هغه ګنګوسې چې ګني واشنګټن غواړي له وسله والو طالبانو سره خبرې اترې به بغير د افغا نانو کوي په اړه په کابل کې امريکايي سفير راين سي کراکر افغان حکومت ته ډاډ ورکړی دی چې دا ډول ګنګوسې او خبرونه دروغ دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG