د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار :ډکټران وايي ناروغان ډېر اسانتیاوې لږ دي


د کندهار روغتونو ته د بمي چاودنو او ټرافیکي پېښو ګڼ ژوبل کسان وؤل کېږي
د کندهار روغتونو ته د بمي چاودنو او ټرافیکي پېښو ګڼ ژوبل کسان وؤل کېږي

سید شاه سقیم - کندهار

د کندهار د ميرويس روغتون ډآکټر وايي چې په دې ورستيو کلونو کې د کندهار په ناروغانو سربېره د نورو ګاونډيو ولايتونو ناروغان هم دوى راځي خو دوى نه دومره ډاکټران لري چې ټول ناروغان تداوي کړي او نه هم نوي او پرمختللي سامان الات .

د ياد روغتون مسول ډاکټر داوود فرهاد وايي چې د عملياتو خونو وسايل يې پېنځلس کاله پخواني دي خو دوى اوس ورباندې هره مياشت د زرو تنو په شا و خوا کې ناروغان عمليات کوي.

دى وايي د ميرويس روغتون ناروغان د تېر په پرتله ډېر زيات شوي دي او دهغوى د ساتنې د پاره له دوى سره خونې هم کمې لري.

(( دوه عمليات خانې چې اوس يې موږ لرو له نولس سوه شپږ نويم کال را په دې خوا څلور مېزونه لري او موږ تر اوسه هغه ميزونه کاروو ،په هغه وخت کې به موږ په دغو عمليات خانو کې د مياشتې درې نيم يا څلور سوه مريضان عمليات کول خو اوس د مريضانو شمېره زرو او پېنځلس سوه تنو ته رسېږي . زموږ وسايل ډېر زاړه ده او کار کوونکي مو هم ډېر ليږ چې هر څومره زيات کار وکړو بيا به مو هم معياري کار نه وي کړى ))

ډاکټر فرهاد وايي په وار وار مو مرکز ته ويلي دي چې زموږ ستونزې را حل کړي خو دده په خبره تر اوسه پورې هغوى د ډاکټرانو شمېره لا هم دومره نه ده لوړه کړې چې وکولاى شي دومره زيات ناروغان پر خپل وخت تداوي کړي.

دى وايي هغه تشکيل چې موږ ته د مرکز له خوا را کول شوى دى اوس مو په خپله تر هغې اندازې زيات بسترونه جوړ کړي دي خو بيا هم هر وخت د ناروغانو شمېره تر بسترو زياته وي.

(( هغه تشکيل چې د وزارت له خوا موږ ته منظور شوى دى موږ ددغې حوزې نفوس ته په کتو سره تر هغه زيات بسترونه آيښي دي . دا مهال موږ څلور څلور نيم سوه بسترونه لرو خو بيا هم د دومره زياتو ناروغانو لپاره بسنه نه کوي ))

د کندهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالقيوم پخلا هم مني چې په ميرويس روغتون کې ډاکټران او ناروغان ګڼې ستونزې لري خو وايي هڅه کوي چې ډېر ژر په ياد روغتون کې شته ستونزې ختمې کړي.

دى وايي زموږ د روانو هڅو په نتېجه کې څو ورځې وړاندې په ميرويس روغتون کې د داخله ناروغان د پاره د تداوي يوه بېړنې څانګه خلاصه شوې ده .
د کندهار میرویس روغتون
د کندهار میرویس روغتون

ډاکټر پخلا وايي دغه څانګه د سره صليب په مالي مرسته جوړه شوې ده او د هرې بېړنۍ پېښې ناروغان به لومړى همدلته تداوي کېږي.

(( دا داخله ناروغان عاجله څانګه ده چې په يو کال کې جوړه شوې ده . ديارلس اطاقه او اته چپرکټه پکې ځاى پر ځاى شوي دي ، هر داخلي ناروغ چې بېړنۍ مرستې ته اړتيا لري لومړى به دلته راځي . په دغه څانګه کې هر ډول امکانات او تکړه ډآکټران شته ))

دې وايي په دې سربېره هڅه کوو چې د ميرويس نورو اوو پاتې څانګو ته هم ورپېښې ستونزې ختمې کړو.

ميرويس روغتون د جنوب لودېزې حوزې په کچه يوازينى روغتون دى چې په کندهار سربېره ورته د زابل ، هلمند ، نيمروز او روزګان ولايتونو ناروغان هم راځي،

تر دې وړاندې په جنوب کې وخته نا وخته د سړک پر غاړو د خښو شويو ماينونو د چاودېدو ، نښتو او ټرافيکې پېښو له امله ډېرى هغه ناروغانو به چې بېړنۍ درملنې ته به يې اړتيا درلوده په ياد روغتون کې د بېړنۍ تداوي د څانګې د نشتوالي له امله ژوند له لاسه ورکاوو .
XS
SM
MD
LG