د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کندهار کې ١٢٣ ميله وسلې ډاياګ ته وسپارلې شوې.


سید شاه سقیم - کندهار

د کندهار د ملي امنيت د رياست کار کوونکي وايي چې په تېرو څلورو مياشتو کې د کندهار په بېلابېلو برخو له ناقانونه وسله والو څخه يو سل او در ويشت ميله سپکې او درنې وسلې نيولې وې چې اوس يې د ناقانونه وسله والو ډلو د بې وسلې کولو پروګرام يا ( ډاياګ ) ته سپاري.

د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا ډاياګ د وسلو د سپارلو پر مهال مشال راډيو ته وويل چې په نيولو شويو وسلو کې په زياته اندازه وسلې هم شاملي دي.

دى وايي موږ ته دې نه يو خوشحاله چې ملي امنيت وسلې نيولې بلکې په دې خوشحاله يو چې د دومره زياتو درنو وسلو په نيولو سره يې د ګڼ شمېر کسانو ژوند ژغورلى دى.

(( دغه يو سل او درويشت ميله وسلې چې په هغه کې څلرويشت ميله کلاشنګونه ، پېنځه شپېته ميله تومانچې ، کوچني توپونه او لوى راکټونه او لسګونه نورې درنې وسلې پکې دي په تېرو څلورو مياشتو کې د ملي امنيت د منسوبينو له خوا په کندهار کې نيولې شوې دي. موږ يې يوازې هغه فيزي اړخ ته نه ګورو چې دا وسلې نيولې شوې دي بلکې دې ته ګورو چې د سلګونو بې ګناه کسان ژوند ته د دغو وسلو له لاسه خطر ور پېښ وو او اوس هغوى ارام دي ))
د کندهار والي توریالی ویسا
د کندهار والي توریالی ویسا

د کندهار د ډاياګ مشر بريد جنرال عبدالقيوم پوپل بيا مشال راډيو ته وويل چې ورسپارلې شوې وسلې لومړي ګوري . هغه چې د جوړېدو قابل وي په امنيتي ځواکونو وېشي او هغه چې له جوړېدو وتلې وي پسې ختموي.

(( دغه وسلې د يو سل او پېنځه ويشت ميله په شا و خوا کې مخاتلف النوع سپکې او درنې وسلې پکې دي موږ يې لومړى ساحوي ډيپو ته وړو ، هلته هغه وسلې چې قابل د ترميم دي دوى يې ترميموي او بيا امنتي کسانو ته ورکوي او هغه چې قابل د ترميم نه دي له کاره يې پسې باسي ))

په کندهار کې تر دې وړاندې هم امنتي چارواکيو سلګونه ميله نيولې شوې سپکې او درنې وسلې ډاياګ ته سپارلې وې.
XS
SM
MD
LG