د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګرانۍ بیا زور واخیست د بجلۍ بییې لوړې شوې


پاکستان کې اوس بتۍ دومره تتې او کمزورې وي چې یوازې په خپل کور کې یې په مرسته ټپرېدای شې
پاکستان کې اوس بتۍ دومره تتې او کمزورې وي چې یوازې په خپل کور کې یې په مرسته ټپرېدای شې
سیراج ظهیر - اسلام آباد

د بجلي قامي ادارې نيپرا د اسلام آباد او پيښور اليکټرک سپلايي کارپوريشن لپاره د بجلي په نرخونو کې د يوي روپۍ نه تر دشپږ روپۍ ۳۰ پیسې د يونټ په سر د زيات والي فيصله کړيده.

د نيپرا رجسټرار سفيرحسين مشال ريډيو ته وويل چي دوي د بجلي په بيو کې د لوړ والي پريکره ځکه کړيده چي په کومو ذرايعو بجلي پيدا کېږي د هغي په نرخونوکې زيات والي شويدي.نو په دي سبب موږ فيصله وکړه چي د روان کال لپاره دي دا اضافه وکړای شي

نوموړي وويل چي د پيښور اليکټرک سپلايي کارپوريشن په سيمو کې د کورينو استعمالونکېو لپاره د يوي روپۍ نه واخله تر شپږ روپو ۵۰ پیسو ، د کاروبار او صنعتونو لپاره ۵ روپۍ او د کرکېلي لپاره ۳ روپۍ او ۳۰ پيسي اضافي نرخ مقرر کړی دی.

دغه رنګ د اسلام آباد د کورنيو استعمالونکېو لپاره ۴ روپۍ ۳۵ پيسي کاروبارلپاره ۳ روپۍ صنعتونو لپاره ۲ روپۍ او ۸۰ پيسي او د کرکېلي لپاره ۲ روپۍ او ۷۳ پيسي د يونټ په سر اضافه شويده

د نيپرا په دي فيصله ولس وايي دا اضافه دوی ته بيخي د قبولو وړ نه ده يو تن سليم مشال ريډيو ته وويل يو خوا پاکستان کې ورځ په ورځ ګراني او بي روزګاري سيوا کېږي او بل پلو حکومت د تيلو او بجلي په بيو کې ولوړ والي راولي.

خانزاده نومي تن مشال ريډيو ته وويل چي موږ خو دا بلونه نشو ورکولای ځکه چي موږ د خپلو بچو لپاره یو سير اوړه وګټو که دا بلونه به ورکوو
ده زياته کړه چي بس نور څه خو نشو کولای دا بجلي به کټ کړو او بيا به هغه د لاټين دور ته لاړ شو.

د عوامي نېشنل ګوند یو مرکزي غړي او سيڼټر زاهد خان مشال ريډيو ته وويل چي د اتلسم ترميم لاندي چي کوم څيز کومه صوبه کې پيدا کېږي لومړۍ پرې د هغې صوبې حق وي نو بجلي له ټولوه زياته خيبرپښتونخوا پيدا کوي نو موږ به هچري هم د اوبو او بجلۍ وزارت دې ته پرې نږدو چي زموږ له صوبې سره زياتی وکړي.موږ تيره ورځ هم په سينټ کې ددې پر ضد اواز پورته کړیدی او نن به يي هم په سينټ کې اوچته وو

د نيپرا چارواکو وويل که چري حکومت په بجلې باندې سبسیډي ورکړې وای نو دا نرخ به دومره نه پورته کېدای.
XS
SM
MD
LG