د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان :د آی ټي پوهنتون کلنۍ دستوره


په کوټه کي د بلوچستان يونيورسټي آف انفارمېشن ټېکنالوجي، انجينيرنګ اېنډ مېنېجمنټ ساينسز (آی ټي پوهنتون) د اسنادو وېشلو اوومه غونډه
په کوټه کي د بلوچستان يونيورسټي آف انفارمېشن ټېکنالوجي، انجينيرنګ اېنډ مېنېجمنټ ساينسز (آی ټي پوهنتون) د اسنادو وېشلو اوومه غونډه
خدای نور ناصر - کوټه

په کوټه کي د آی ټي پوهنتون د اسنادو وېشلو اوومه کلنۍ دستوره وشوه چي نولس لوستونکو ته د سرو زرو میډالونه او تر ۵۵۰ زياتو لوستونکو ته د برياليتوب اسناد ورکړل شول.

د بلوچستان ګورنر ذولفقار مګسي او د آی ټي پوهنتون مشر انجینير احمد فاروق بازيي
د بلوچستان ګورنر ذولفقار مګسي او د آی ټي پوهنتون مشر انجینير احمد فاروق بازيي
په کوټه کي د بلوچستان يونيورسټي آف انفارمېشن ټېکنالوجي، انجينيرنګ اېنډ مېنېجمنټ ساينسز (آی ټي پوهنتون) د اسنادو وېشلو اوومه غونډه وشوه ددغه صوبې د ګورنر ذولفقار علي مګسي له لخوا ورته اسناد ووېشل شو.

د پوهنتون د مشر په خبره سږ کال تر پنځنیم سوه زیاتو لوستونکو ته ډګرۍ ورکړل شوې، چي په کې ۱۹ ته د سرو زرو ميډالونه وو... د آی ټي پوهنتون تر اووم کانووکېشن وروسته له مشال راډيو سره په خبرو کي ددې پوهنتون مشر انجينير احمد فاروق بازيي په خپلو خبرو کي وویل، که څه هم دده په وخت کي د یاد پوهنتون دا پنځم کانووکېشن دی، خو د ده په خبره هر ځل يې ددې دستورې د لاښه کېدو هڅه کړې...
فاروق بازي زیاته کړه

؛هر کال موږ په دې کي د ښه والي کوښښ کوو. ننۍ غونډه تاسو ولیده چي څنګه وه. که څه هم موږ ته مالي مشکلات شته خو موږ به خپلي هڅي همداسي ساتو. چي دا پوهنتون لازیات پرمختګ وکړي؛

ددې پوهنتون د بائيو ټیکنالوژي د څانګې خدیجه کاکړ چي په دې غونډه کي يې د سرو زرو میډال تر لاسه کړ. له مشال راډيو سره داسي خبري وکړې...

؛زما احساسات خو داسي دي چي بیانولای يې نشم. زه غواړم چي ماته يوبل ژوند ملاو شي، چي په هغه کي هم داسي ميډالونه واخلم. چي د خپل قام او قبیلې لپاره يو څه وکړم؛

په آي ټي پوهنتون کې د اسناد ویشلو کلني مراسم
په آي ټي پوهنتون کې د اسناد ویشلو کلني مراسم
ددې پوهنتون يوه بل لوستونکي چي د سرو زرو میډال يې په په غاړه ځوړند وو ، تر غونډي وروسته له مشال سره خبرو کي وویل، د ژوند يو لوي ارمان يې پوره شو.

؛نوم مي نورمحمد دی. ما په بي ایس اکنامکس کي اول پوزیشن واخیست. ډېر خوشاله یم. داسي خوشالۍ په ژوند کي کله کله ځينو کسانو ته رسېږي، او بادار ماته دا راپه برخه کړه؛

که څه هم د آيي ټي پوهنتون په کوټه کي د جوړېدو نهه کاله پوره شوو. خو دهمدې پوهنتون لوستونکو غوښتل کول چي د یاد پوهنتون واړه شاخونه دي د بلوچستان په لرو پرتو ښارونو کي هم کړل شي.

د یادولو وړ ده چي بلوچستان يونیورسيټي آف انفارمیشن ټيکنالوجي ، انجينيرنګ اینډ منیجمینټ سائینسز د بلوچستان صوبې د انفارمیشن ټیکنالوجي لومړی پوهنتون دی چي په ۲۰۰۲کال کي په کوټه ښار کي جوړ شو او دا مهال په دې پوهنتون کي د پنځه زره شاوخوا لوستونکي زدهکړي تر لاسه کوي.
XS
SM
MD
LG