د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستاني حکومت د نسکورېدو ګنګوسې


د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري او وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني له خپلو اتحادي ګوندونو سره د یوې غونډې پرمهال.۱۹ جنوري ۲۰۱۲م کال
د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري او وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني له خپلو اتحادي ګوندونو سره د یوې غونډې پرمهال.۱۹ جنوري ۲۰۱۲م کال

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه ليکې، په پاکستان کې يوازي څو وړاندي د پوځي کودتا ګنګوسې تر غوږو کېدې او د هيواد خبري رسنيو هم په دې اړه چېغي وهلې خو داسي ونشول. د نسکورېدو له ګنګوسو تر روغ رمټ راوتلو وروسته داسي ښکاري چې د هيواد اوسنی حکومت خپل ميعاد پوره کولو ته ډېر نږدې شوی دی. په ورځپاڼو کې د پاکستان په اړه مقاله ليکونکی رضا رومي چې ځان له خوشبينه کسانو څخه ګڼي وايي، په پاکستان کې د جمهوريت لپاره ډېر ځای شته او دا يو دلچسپه لمحه ده. حکومت کېدای شي پاته شي يا پاته نشي خو د ولس څرګندوني زړه راکښونکې دي.

ورځپاڼه ليکې، په پاکستان کې په اوسني کړکېچ کې لانجمن ليک او پر حکومت سخت تورونه داسي څه دي چې کېدای شي په تېرو وختونو کې يې حکومتونه له واکه غورځولي وای. و پل کېږي چې په دې هيواد کې حريص سياستوال، حکومت مخالفه طاقتور ګوندونه، نرم مزاجه ججان او يو کمزوری اقتصاد هغه څه دي چې د پوځي جنرالانو د پرېشانۍ سبب ګرځي. ورځپاڼه د شنونکو له خولې ليکې چې د تېر په څېر اوس په پاکستان کې د ټېنکونو او رياستي ميډيا له لاري کودتا نشي راوستل کېدای ځکه چې په دې هيواد کې ججان او خبري رسنۍ د دوو نوو طاقتونو په توګه څرګند شوي دي. له همدې کبله د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري او وزيراعظم يوسف رضا ګيلاني ډاډمن ښکاري چې د پوځ په مقابل کې ولس ته هر څه په ډاګه کړي. د واکمن پیپلز ګوند يو مشر غړي د نوم نه ښودلو په شرط په ډاډ سره ورځپاڼي ته ويلي چې ګوند ته يې داسي نه ښکاري چې پوځ به په مستقيم ډول مداخلت وکړي.

ورځپاڼه پر مخ ليکې، د پاکستان پوځ پخپله له يو شمېر ستونځو سره مخامخ دی. د پوځ مشر جنرل اشفاق پروېز کېاني هڅه کوي چې په ولس کې د پوځ نوم ښه کړي چې د يوې لسيزي تر واک وروسته يې په ۲۰۰۸م کال کې ولسي حکومت ځای ونيوی. خو بلي خوا ته بيا د امريکا د ځانګړو ځواکونو لخوا په پاکستان کې د القاعده د پخواني مشر اسامه بن لادن تر وژني وروسته پر پوځ يو شمېر داخلي نيوکې وشوې. يو پاکستانی پوځي چارواکی وايي چې له اسلامي تندلارو سره جګړې د دغه هيواد اقتصادي وده ټيټه کړې ده. همدا خبره د پوځي چارو يو کارپوه او د پوځ پخوانی چارواکی طلعت مسعود هم کوي چې وايي، پوځ له اورپکو سره په جګړه کې ډېر بوخت او پاشل شوی دی.

ورځپاڼه زياتوي، د يو عام پاکستاني لپاره تر ټوله لويي ستونځې د ورځنيو توکو زياتېدونکې بيعې، د بجلي او ګېس لوډ شېډنګ، بېروزګاري او نا امني ده چې د دوی ژوند يې اغېزمن کړی دی.

ورځپاڼه د مقالې په پای کې د ۴۱ کلن پاکستاني انجينير عارف حيات له خولې ليکې، اوسني حکومت د يو عام سړي لپاره څه نه دي کړي او چور و چپاول يې جوړ کړی دی خو پوځي حکومت تر دوی لا زيات بدخونده دی. په دې هيواد کې يوازي جمهوريت بدلون راوستلای شي ځکه چې تير پوځي حکومتونه په واکمنۍ کې ډېر زيات ناکامه شوي دي او د ولس لپاره يې زياتي مسلې جوړي کړي دي،
XS
SM
MD
LG