د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: ملا،پوځ او اورپکي.په طالبانو کې درز



د سيمي حالات او نړی مطبوعات کي د برتانوي ورځپاڼي فاننشل ټائمز ؛ ملا، اورپکي او پوځ ، د پاکستان يو پټ اتحاد ؛ تر عنوان لاندي يوه مقاله ليکلې ده.

امريکايې ورځپاڼي يو ايس اې ټوډې بيا د افغان طالب مشرانو په مينځ کي اختلاف او پر تنظيم د ملاعمر د واک د کمزوره کيدو په اړه رپورټ خپور کړی دی.

د برتانوۍ ورځپاڼي فاننشل ټائمز خبريال ميتيو ګرين د پاکستان د پنډۍ له ښاره ليږل شوی خپل رپورټ د دفاع پاکستان کونسل تر سيوري لاندې د شوې جلسې له انځور ګرۍ څخه پيل کړی دی.

دده په وينا د خلکو پر سرونو د رپېدونکو بینرونو چې ورباندي تورې جوړي وي په مينځ کي پروفيسر چې اوس د اورپکو مشر دی حافظ سعيد له ورايه ښکاري. ده ته پاکستاني ملت پاله د يو ترهګر نه بلکه د يو اتل په سترګه ګوري.

د خبريال په وينا د شنبې په ورځ د پنډې په ښار کي د پوځ له هيډ کوارټر سره نږدې د شاوخوا لس زره کسانو هغي غونډي ته حافظ سعيد وينا وکړه چې نعرې يې وهلې ) که خدای پاک و غواړي نو موږ به جهاد ته لاړ شو(

د خبريال په وينا دا به هند ته يو سخت پيغام ورکړي چې حافظ سعيد د ځان لوی دشمن بولي او امريکا دې ته هڅوي چې پر پاکستان د اورپکو پر ضد د کاروايې کولو په اړه فشار واچوي.

خو ددې اتحاد له خوا غونډه دا خبره په ډاګه کوي چې څنګه د حکومتي بنديز سر بيره چارواکي تندلارو او انتهاپسندو ته په ښکاره د فعاليت اجازه ورکوي.

خبريال ميتيو ګرين پر مخ ليکي چې د دفاع پاکستان کونسل اتحاد په داسې حال چې په هيواد کي سياسی ناکراري او له امريکا سره په اړيکو کي تاو تريخوالی دی بيا مخي ته راتلل په ګوته کوي چې په امنيتي ځواکونو کي ځيني کړی خپلي پخوانۍ رابطې بيرته بحالوي.

د فاننشنل ټائمز خبريال وايي ځيني کارپوهان په دې باور دي چې له حافظ سعيد او دده د ملګرو څخه الهام اخستونکي قوتونه غواړي د پيپلز پارټۍ چې پوځ يې نه خوښوي پر ضد سخته جنګي او جارحانه رويه و ساتي.

بل لور ته امريکايې ورځپاڼه يو ايس اي ټوډې په افغانستان کي د امريکايې قومندان ميجر جنرل جون تولان له خولې وايې پر طالبانو د ملاعمر واک کمزوری شوی او په لوړ پوړو مشرانو کي بې اتفاقي د دوی تنظيم کمزوری کړی دی.

ورځپاڼه د امنيتي چارو د کارپوهانو له خولې وايې د طالبانو په مشرتابه کي بې اتفاقې د طالبانو سازمان ته د زيان رسولو په برخه کي د ائتلافي ځواکونو کاميابې په ګوته کوي. خو د دوی په وينا ددې معنی دا هم ده چې اوس شدت پسندي د داسي کم رتبه سخت دريځو په لاسونو کي پريوزي چې خپلواکه فعاليت کوي.

د ورځپاڼی په وينا د طالبانو په مشرانو کي ويش په داسي حال کې راغلی چې سياستوالان او دپلوماتان له دوی سره د جوړ جاړي لپاره د خبرو اترو هڅې کوي.

يو ايس اي ټوډې زياتوي ملاعمر پر طالبانو د خپل واک د نور پياوړی کولو لپاره بيانو نه جاري کړي چې دوی دي ولسي خلکو ته زيان نه رسوي خو ورځپاڼه د ملګرو ملتونو حواله ورکوي چې په جګړه کې زياتره ولسي وګړي طالبانو وژلي دي.

ورځپاڼه په پای کي ليکي د ملاعمر د بيانونو سر بيره هم طالبان پر ولسي وګړو بريدونه جاري ساتلې چې تيره اونی په هلمند کي د ځان مرګي بريد کوونکي له خوا د اوو ولسي وګړو وژنه يې یو مثال دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG