د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند له طالبانو سره د جوړي جاړي خبرې له نژدې څاري


هند د ګل ورځ په خپل یو بیان کې په امریکايي ملاتړ له طالبانو سره د یوه سیاسي جوړجاړي په اړه په پام سره ویلي چې دا هلې ځلې پکار ده چې د ترهګرۍ د تورو قوتونو پروړاندې کامیابي شي.

په امریکا کې د هند سفیر نیروپاما راو په افغانستان کی د امریکا په مشری د پوځي هلو ځلو مرسته کوي.خو نوی ډیلی له طالبانو سره د سولې روانې خبرې له نژدې څاري .

راو وايي موږ په دې رضا یو په افغانستان کې وروستی حل سیاسي جوړجاړی دی خو دا به په دې مانا نه وي چې له هدفه مخه واړول شي او په هرقیمت ترلاسه کړل شي.

د پاکستان او افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي مارک ګروسمین په روانه اونۍ کې له افغان ولس مشر حامد کرزي سره خبرې اترې کړې دي او ویلي یې دي چې هغه په داسې حال کې د سولې د کوششونو لپاره لوی ملاتړ ولیدلی کوي چې طالبان په قطر کی د خپل دفتر پرانیستو ته ورنژدې شوي.

خو امریکا وايي چې د مذاکراتو نه وړاندې طالبان باید تشدد پرېږدي او له القاعده سره اړیکي ختم کړي.
ورځپاڼه لیکي چې هند هم د طالبانو پر ضد جګړه کې سرګرم اوسېدلی چې وجه یې ددغه هیواد د یوه کلک دښمن پاکستان اسلامي اورپکو ته په خپله خاوره کې پناه ورکول وو چې د هند ګټې په نښه کې وي.

هند افغانستان ته د طالبانو پر ضد له دوه بلینه ډالرو نه زیات امداد ورکړی دی او افغان ځواکونو ته په ټریننګ ورکولو کی هم مهم کردار لری

ورځپاڼه وايي چې ګروسمین تیره اونۍ هند ته هم سفر کړی وو او د سولې په اړه يې خبرې کړې وې .خو پاکستان هغه ته په خپل ملک کې هرکلی ونه وو ویلی ،چې وجه یې دا مهال د امریکا او پاکستان ترمنځ خراب اړیکي دي.
XS
SM
MD
LG