د لاسرسي ځای

تازه خبر

نننۍ ورځپاڼې په قطر کې د طالبانو دفتر او د منصوراعجاز لیک


د قطر مرکز دوحه
د قطر مرکز دوحه
ورځپاڼه وال سټریټ ژورنال په خپله یوه مقاله کې لیکي دافغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي مارک ګروسمین د اتوار په ورځ د کابل دسفر پرمهال هڅه کړې چې ددغه هېواد د سولې د خبرواترو په لړ کې افغان ولسمشر حامد کرزی مطمین کړي. او د امریکايي چارواکو په وېنا دوي به د جوړ جاړي د خبرو په عمل کې د افغان حکومت د شاملولو غوښتنه کوي.

ورځپاڼه لیکي په داسې حال کې چې دافغانستان د سولې بهیر لا دیوې نوې غوټۍ په څیر دی او خلیجي هېواد قطر کې د افغان طالبانو لپاره د دفتر د پرانستلو په ټولو اړخونه سلا شوې، افغان حکومت او د قطر ترمنځ د خپګان باد الوتی دی. افغان حکومت د قطر نه ګیله کوي چې دوی له طالبانو سره د افغان حکومت د سلا نه بغیر رابطې ساتلې وې.

ورځپاڼه لیکي د اتوار په ورځ د افغان ولسمشرحامد کرزي سره د ملاقات وروسته مارک ګراسمېن ویلي ترهرڅه اولنۍ او مهمه خبره دا ده چې افغانستان او قطر یو بل سره نیغ په نیغه رابطه ولري.

ورځپاڼه وال سټریټ ژورنال لیکي افغان طالبانو ویلي ترکي کې دفتر پرانستلو ته ځکه نه وو تیار چې دغه هېواد د نېټو سره تعلق لري. او سعودي عرب کې دفتریې ځکه نه وو خوښ چې ددې هېوا په اړه داسې فکر کیږي چې د پاکستان سره ډیر نزدې تعلقات لري.

بلخوا د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په يوه مقاله کې راغلي امريکايي وګړي منصور اعجاز چې کو م خط د امريکا د پوځ پخواني مشر ته لېږلې وو په هغې کې دا خبره هم شوې وه چې په اسلام اباد کې نوې قامي امنيتي ډله يا نېشنل سکورټي ټيم به د استخباراتي ادارې آی ايس آی هغه برخه ختموي چې ورباندې د وسله والو طالبانو او نورو اورپکو ډلو سره د اړيکو لرلو تورونه دي
منصور اعجاز په مبینه توګه دا خط د امريکا د سلامتيا پخواني مشير جېم جونز په ذريعه د امريکا د ګډو پو ځونو پخواني مشر مايک ملن ته لېږلې وو.
د منصور اعجاز لخوا په فاینانشل ټایمز او د واشنګټن پوسټ په بلاګ کې د تېرکال د مۍ په مياشت کې د خط رسوايي یا سکېنډل په ډاګه کول يوه لويه خبره وه ځکه چې په هغه مياشت کې د القاعده پخوانی مشر اسامه بن لادن د پاکستان دننه وژل شوی وو.

منصور اعجاز په مبینه توګه په دغه ليکنه کې ویلي وو چې په پاکستان کې د اسامابن لادن د موندلو پيښه د امريکا پالیسي جوړونکو ته دا موقع په لاس ورکوي چې د پاکستان په داخلي کارونو کې خپله مداخله زياته کړي.

همداراز منصور اعجاز چې د کوم تن يعنې د جيمز جونز په لاس خط لېږلې وو ، هغه چې کله په افغانستان کې د ناټو کمانډر وو نو هغه منصور اعجاز ته وړانديز ورکړې وو چې په افغانستان کې د هغوي ستراتجیکي سلا کار جوړ شي.

بيا روسته منصور اعجاز ته وويل شو چې اټلانتیک کونسل کې شموليت اختيار کړی چېرته چې جېم جونز مشر وو. د مقالې لیکوال د انتقاد کونکو له خولې ليکي چې دا ټولې خبرې يو پوښتنه راپورته کوي او هغه دا که منصور اعجاز د يو بهرني حکومت ايجنټ دی نو هغه څنګه د پاکستان د ولسمشر اصف علي زرداري سره مخلص کېدای شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG