د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ډرون برید کې وژل شوی پاکستانی اورپکی


 اسلم اعوان دالقاعده تنظیم مهم غړی و ، د عبدالله خراساني په نوم پیژندل کیدو
اسلم اعوان دالقاعده تنظیم مهم غړی و ، د عبدالله خراساني په نوم پیژندل کیدو
ایسوسي ایتډ پریس خبري اژانس لیکي د جنورۍ څوارلسمه نیټه وه او دماسخوتن دولس منټه دپاسه اته بجې وې چې د خوشال خان میرمنې ته دهغې په مبایل ټیلي فون زنګ راغلو. هغې ته یو چا وویل : زوی دې ووژل شو. او له همدې سره دنارینه غږ خاموشه شو او غوږۍ کېښودل شوه.

د خان د کشري زوی ( اسلم اعوان ) د وژل کیدو خبرد هغه کورنۍ ته په داسې وخت کې ورکړل شو چې دامریکا بي پایلټه الوتکې دافغانستان پولې ته نږدې بمبارۍ کې څلورکسان ووژل چې یو پکې اسلم اعوان و. امریکايي چارواکو وویل اسلم اعوان د القاعده تنظیم دبهرنیو عملیاتو پلان جوړونکی مهم کس و. دبرتانیا چارواکو وویل اسلم اعوان په شمالي انګلستان کې د اورپکو دیوې ډلې غړی و چې په افغانستان کې هم جنګیدلی و. اژانس لیکي چې داعوان وژنه د سي ای اې لویه بریا ده.

ایسوسي ایټډ پریس لیکي ددې باوجود چې دبي پایلټه الوتکو دا ډول بریدونو ته په پاکستان کې په ښه سترګه نه ګوري خو راپورونه وايي چې دغو بریدونو په نړيواله کچه دالقاعده تنظیم ملا ماته کړې ده.

اژانس لیکي د اسلم اعوان د برخلیک په اړه دوی ته شوی ټیلي فون په تیر یو کال کې یوازینی تماس و . هغه په ایبټ اباد کې داسامه بن لادن استوګن ځای ته ورڅیرمه ستر شوی و، پلار یې په اویایمه لسیزه کې په برتانیا کې په یو بانک کې کار کولو ، وروسته یې په ایبټ اباد کې همدا دنده ترسره کوله او پنځه کاله وړاندې تقاعد شو. دهغه په اولادونو کې دوه ډاکټران ،یو انجینیر او یو دبانک کارمند دی.

داخبره ګرانه بریښي چې اسلم اعوان دې ګنې په ایبټ اباد کې د اسامه بن لادن سره اړیکې درلودلې. دهغه پلار خوشال خان چې اوس مهال پنځه اویا کلن دی دایسوسی ایټډ پریس خبري اژانس خبریال ته یې ویلي:زما باور نه راځي چې دا هرڅه دې رښتیا وي، زما زوی په دا ډول سرګرمیانو کې ښکیل نه و .

خان وايي اسلم اعوان د خپلو نورو وروڼو په شان په برتانیا کې درس ویلی، او د زدکونکو په ویزه یې هلته ډیر کلونه تیر کړي دي.

خو اژانس لیکي په مانچسټر کې د څلور کلن قیام پرمهال هغه دیوې اورپکې ډلې سره اړیکې جوړې کړې ، دغې ډلې له برتانیا نه د ترهګرۍ د روزنو لپاره خلک پاکستان ته لیږل،اسلم اعوان پلار ته ویلي وو چې په یاد شوي ښار کې لوړې زدکړې کوي خو دانه ده معلومه چې هغه دې کومه ډګري اخیستي وي.

اعوان په دوه زره اوم کال کې پاکستان ته ستون شوی عین په هماغه وخت کې چې اسامه بن لادن د ایبټ اباد په بلال ټاون کې په خپل لوی کور کې استوګنه پیلوله، خو اژانس لیکي دا ددې خبرې کافي دلیل نه دی چې ګني هغه د القاعده د پخواني مشر اسامه بن لاده سره نږدې اړیکې درلودلې.

یو پاکستاني پولیس افیسر ایسوسي ایټډ پریس ته ویلي وروسته اسلم اعوان دسپاه صحابه په نوم دیوې سخت دریځې اسلامې ډلې سره اړیکې جوړې کړې چې دده په وینا دا ډله هم دالقاعده سره ارتباطات لري.

خوشال خان وايي په اخري ځل یې زوی په دوه زره لسم کال کې لیدلی و چې د یو کور د جوړولو لپاره یې ددوی نه پیسې غوښتلې او دوی ورسره جګړه هم کړې وه چې هغه کار نه کوي.

خوشال خان وايي کله چې هغه اسلم اعوان ته په ستغه دپیسو د نه ګټلو پیغور ورکړو نو هغه خپه شو او کور یې پرېښود ، تر ډیره وخته چې یې لوری معلوم نه شو نو ده وانګیرله چې چا به اغوا کړی وي، خو څو میاشتې وروسته هغه په ټیلي فون مور ته وویل : زه په میرام شا کې یم او دکباړي جامو یوه هټۍ مې جوړه کړې ده.

خو دپاکستان د استخباراتي ادارې یو مامور اژانس ته ویلي اسلم اعوان دالقاعده تنظیم مهم غړی و ، عبدالله خراساني په نوم پیژندل کیدو او په دې وجه چې اعلی تعلیم یافته و، په کمپیوټر پوهیدو او بهرنۍ اړیکې یې درلودلې د تنظیم مشرانو به یې ډیره ستاینه کوله .

ایسوسي ایټډ پریس لیکي ددې باوجود چې ایبټ اباد کې دپاکستان دپوځ لویه چاوڼۍ موجوده ده ، خو دالقاعده مشر اسامه بن لادن دلته ووژل شو، ابو فراج الیبي هم د نیول کیدو نه وړاندې دلته پاتې شوی و او د انډونیزیا سره تعلق لرونکی د القاعده یو بل مشر عمر پاتیک هم له دغه ښاره نیول شوی و.
XS
SM
MD
LG