د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کندهار پوهنتون ګڼې ستونزې لري


سید شاه سقیم - کندهار

د کندهار پوهنتون يو شمېر زده کوونکي وايي چې له ډېرې مودې را په دې خوا په پوهنتون کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي خو تر اوسه پورې يې چا غم نه دى خوړلى دى. دوى وايي تنګ ځايونه ، د اوبو نشتوالى او د بهرنيو سرتېرو پوځي تمريناتو مو پر ژوند بدې اغېزې کړې دي.

د کندهار پوهنتون چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د زرو تنو طالبانو د اوسېدو د پاره د مدرسې په نامه جوړ شوى وو تر اوسه پراخ شوى نه دى خو دا مهال پکې تر پېنځه زره زيات زده کوونکي درسونه وايي او تر زرو زيات يې په هاسټل (ليله) کې شپې سبا کوي.

دغه پوهنتون د کندهار ښار شمال پلو ته د بهرنيو سرتېرو پوځي اډې ته چې تل پکې پوځي تمرينات کېږي ور څېرمه موقيعت لري .

د کندهار پوهنتون زده کوونکي وايي چې د پوځي تمريناتو پر مهال د بهرنيو سرتېرو درنو ډزو له مطالعې ايستلي او په دې سربېره د ځاى تنګوالي او د اوبو نشتوالي يې ژوند نور هم تريخ کړى دى.

د ياد پوهنتون يو تن زده کوونکي خپلې ستونزې بيانوي

(( يو خو زموږ د پوهنتون موقيعت په داسې ځاى کې دى چې تر پوهنتون شا و خوا مو ګرده ورځ پوځي ټرېننګونه کېږي چې زموږ درسونه يې را اخلال کړي دي. همداسې د ځاى او اوبو نشتوالي هم ستونزې جوړې کړې دي ))

د کندهار پوهنتون ټول ټال يوولس درې پوړيزې ودانۍ لري چې يوه يې د پوهنتون ادارې ، څلور يې ليلې او شپږ نورې يې بېلابېلو پوهنځيو ته ځانګړې شوې دي.

د ياد پوهنتون د تعليم او تربيې د انګلېسي ډپارټمنټ د څانګې يو تن زده کوونکى رحمت رحمت وايي چې په ليله کې يوه کوټه د يوازې د څلور او يا پېنځو د اوسېدو د پاره جوړه شوې ده خو دوى د ځاى د نشتوالي له امله په يوه کوټه کې ديارلس يا څوارلس تنه استوګنه کوي.

(( دا اطاق د څلورو يا پېنځو نفرو د پاره کفايت کوي خو د ليليې د تنګوالي له امله موږ په يو اطاق کې ديارلس يا څوارلس تنه اوسو. دا زموږ د پاره يو غټ مشکل دى ))

د کندهار د ليليې مشر حميد الله کوچى هم مني چې د ليليې زده کوونکي ګڼې ستونزې لري.

دى وايي موږ يوازې د پېنځه سوه دېرش تنو د پاره ليليه لرو خو دا مهال پکې يو زر او پېنځه دېرش تنه زده کوونکي اوسي.

دى وايي مرکز موږ ته هر کال زيات زده کوونکي رالېږي خو دې ته فام نه کوي چې دلته يې د اوسېدو د پاره موږ څومره ستونزې ګالو

د ده په خبره په کندهار پوهنتون کې دا مهال د ښځينه زده کوونکيو د ليلې د پاره هيڅ ډول امکانات نشته او نارينه زده کوونکي يې هم له دغسې ستونزو سره مخ دي.

(( څلور بلاکه ليله موجوده او هر بلاک يې دوه ويشت اطاقه دي . هر اطاق چې اصلي معيار ته يې وګورو شپږ نفره بايد پکې وو اوسي. موږ چې ټول اته اتيا اطاقه لرو نو د پېنځه سوه دېرش تنو د پاره د اوسېدو ځاى لرو خو موږ پکې اوس يو زر او پېنځه دېرش تنه ځاى کړي دي. په همدې ډول درې سوه اويا نفره بديل معيشه محصلين هم لرو ))

د کندهار پوهنتون مرستيال رشيد حاکمي هم وايي چې په وار وار يې مرکز ته ويلي دي چې په هنتون کې شاګردان نه ځاييږي خو دى وايي هيچا مو هم خبره نه اورېدلې.

دى وايي په پوهتون کې چې تر اوسه پورې هم څه کار شوى د لوړو زده وکړو وزارت نه دى کړى بلکې يو او بل ته يې خواستونه کړي او پوهنتون يې تر دغه حال پورې رسولى دى.

د ده خبره مرکز يوازې دومره کړي دي چې د دوى د پاره ځانګړې شوې بوديجه يې پسې له دوى ګرځولې او نورو ولايتونو ته يې ورکړې ده.

(( دلته صرف د مور او ميرې سلوک روان دى. دغه يوولس بلاکونه هم د ګل اغا شېرزي په وخت کې جوړ شوي دي، او د لوړو زده کړو وزرات يې پيسې نه دي ورکړې . د پوهنتون ليليه او د پوهنتون احاطه هم ( پي ار ټي ) جوړ کړي دي . د پوهنتون لابراتوار راته ( سي ډا ) جوړ کړى دى . مرکز يوازې دومره کړي دي چې پېنځه کاله وړاندې د کندهار پوهنتون ته ځانګړې شوې څلور نيم ميليونه ډالره بوديجه پرته له کومو دلايلو د تخار پوهنتون ته ورکړه ))

د کندهار پوهنتون د هېواد په کچه يو له غټو پوهنتونونو څخه دى خو زده کوونکي يې هر وخت له بېلابېلو ورپېښو ستونزو سر ټکوي.

XS
SM
MD
LG