د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان له اروپايي هیوداونه سره ستراتیژیک تړون لاسلیکوي


د برتانیا لومړی وزیر ډیویډ کېمرن د افغانستان ولسمشر حامد کرزی ته په ټډواننیګ سټریت کې د هغه د ورتلو پرمهال هرکلی وايي.مارچ لومړۍ نېټه ۲۰۱۱م کال
د برتانیا لومړی وزیر ډیویډ کېمرن د افغانستان ولسمشر حامد کرزی ته په ټډواننیګ سټریت کې د هغه د ورتلو پرمهال هرکلی وايي.مارچ لومړۍ نېټه ۲۰۱۱م کال
افغان حکومت وایی چې په راتلونکې اونۍ کې به ولسمشرحامد کرزی له یوشمیرهیوادونوسره د ستراتیژیکواړیکو دټینګولوپه هدف اروپا ته سفروکړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي نن په کابل کې خبریالانوته وویل چې ولسمشرکرزی به له ايټالیا سره د ستراتيژیکوهمکاریو موافقه،له فرانسې سره معاهده اوله بریتانیې سره د ستراتیژیکوهمکاریو تړون لاسلیک کړي چې مودې یې توپیرلري،

د موسی زي په خبره د دې ستراتیژیکوهمکاریو په ترڅ کې به دا هیوادونه د اوږدې مودې لپاره له افغانستان سره په سیاسي،اقتصادي،پوځي اوداسې نورو برخوکې خپلو مرستوته دوام ورکوي.

ده څرګنده کړه چې له امریکایی سره د ستراتیژیک سند په اړه به ډیرژر د دواړو خواوو ترمنځ خبرې آترې بیا پیل شي.

افغان حکومت له هغې وروسته له دغو درو اروپايي هېوادونو سره د اوږد مهالو سټراتیژیکو همکاریو د تړونونه د لاسلیک خبر ورکوي، چې د خالي /شنبې په ورځ ولسمشر حامد کرزي د ملي شورا (پارلمان) د دوهم کال د قانون جوړونې دورې د پیل په غونډه کي وویل، چې افغانستان په دې شرط له بېلابېلو هېوادونو سره سټراتیژیک تړونونه لاسلیکوي، چې د سیمي د امنیت او ترهګرۍ پر ضد د مبارزې ډاډ ورکړل شي.

خو د سیاسي چارو څېړونکي وايي، د ولسمشر کرزي دا شرط هغه وخت عملي کېدلای شي، چې د مقابلو هېوادونو غوښتنې هم په نظر کې ونیول شي.

هغه هېوادونه چې له افغانستان سره سټراتیژیک تړونونه لاسلیکوي، څه غواړي؟

افغانستان له درو اروپایي هیوادونو سره د ستراتیژیکو اړیکو د سندونو د لاسلیکولو لپاره دا تیاری په داسي حال کي نیسي، چي له تیر کابو یوه کال راهیسي یې له امریکا سره د ورته اړیکو د رامنځ ته کولو لپاره خبري رواني دي.

ټاکل شوې وه، چې په روانه میلادي میاشت کي دا خبري بیا په کابل کي پیل سي، خو تر اوسه پوري یې نیټه نه ده اعلان شوې.

د افغان حکومت له خوا د بیلا بیلو هیوادونو سره د سټراتیژیکو همکاریو د تړون په اړه پرېکړو د افغانستان د ګاونډیو په ځانګړي ډول ایران او پاکستان اندېښنې راپارولي.

خو افغان حکومت په بیا بیا ټینګار کړی، چي سټراتیژیک تړونونه به یې د ګاونډیو په زیان نه وي.
XS
SM
MD
LG