د لاسرسي ځای

تازه خبر

څوک د قبایلي سیمو خبریالان وژني؟


د مومندو په قبایلي سیمه کې د امریکا غږ ډیوه راډیو خبریال مکرم خان عاطف د سه شنبې په ورځ د وسله والو په یوه برید کې وژل شوی وو.


د مکرم خان خپلوان وايي ، هغه په جومات کې لمونځ کولو چې په موټر سایکل سورو دوو پټمخیو کسانو په جومات کې دننه ډزې پرې وکړې او ویې وژلو.

طالبانو دهغه د وژني ذمه واري په غاړه اخستې ده.


د صحافت د ازادۍ او د خبریالانو د ساتنې نړۍ والې ډلې پاکستان د خبریالانو لپاره د نړۍ یو له خطرناکو هیوادونو څخه ګڼي.


په امریکا کې میشته د صحافتي ازادۍ یوې غیر سرکاري ادارې کمیټۍ ( ټو پروټیکټ جرنلسټیس ) په خپل یوه راپور کې ویلي چې په ٢٠١٠ کال په پاکستان کې ۱۲ خبریالان وژل شوي وو .


دا ډول له کال دوه زره څلور راهيسي شاوخوا دوولس قبائلي خبريالان وژل شوي دي.


د وژنو شاته څوک دي، ددې پلټني شوي او که نه او په پخوا کي د وژل شوو خبريالانو کورنی په څه حال کي دي ، دا او نوري پوښتني د مشال تر رڼا لاندي بحث کي څيړو.

په باجوړ کي په دوه زره اوه کال کي د وژل شوي خبريال نور حکيم ورور فضل حکيم او د مشال خبريال او د قبایلي سيمو د خبريالانو د اتحاديې پخوانی مشر سيلاب محسود مو ميلمانه دي. د بحث کوربه عبدالحی کاکړ دی.


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:28:12 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG