د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ګوزڼ ناروغي لا هم له بلوچستانه نه ده وتلې


د کوټې په یوه ښوونځي کې د ګوزڼ یو ناروغ په خپل ټولګي ته په پښو څکېږي
د کوټې په یوه ښوونځي کې د ګوزڼ یو ناروغ په خپل ټولګي ته په پښو څکېږي


نیازموساخېل،کوټه

په بلوچستان کې د صحت محکمې چارواکیو وېلې،د روانې جنورۍ میاشتې پر مهال د ګوزڼ دوه نوي ناروغان څرګنده شوي،چې له کبله یې د ناروغانو ټوله شمېره تر ۷۵ پورې رسېدلې.

د محکمه صحت د پولیو څانګې یو مشر ډاکټر حیات له مشال سره د خبرو پر مهال ووېل،ترپروسږ کال ۲۰۱۱م پورې د ګوزڼ ناروغانو شمېره ۷۳ وه،چې اوس ۷۵ شوې.۲ نوي ناروغان په کوټه ضلعې کې څرګنده شوي.په ۷۵ متاثره شویو ماشومانو کې له پښین ضلعې ۱۶،له کوټې ۱۵ او له قلعه عبدالله ضلعې ترټولو زیاته شمېره ۲۲ شامیله ده.

دا چې په بلوچستان کې د ګوزڼ ناروغې مخ په زیاتېدو علت څه دی او د ګوزڼ ضد بیا بیا څاڅکو ورکولو وروسته هم ولې دا ناروغې له منځه نه وړل کېږي؟

د پولیو څانګې مشر،ډاکټر حیات د پوښتنو په ځواب کې ووېل٫٫بنیادي طور،د دې لوېه وجه په خلکو کې غلط سوچ او فکر دی چې له کبله یې دوی خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ ناروغي څخه د ژغورلو څاڅکې نه ورکوي او چې کله هم د پولیو ټیمونه د دوی کورونو ته ورشي،نو دوی یې څاڅکې خپلو ماشومانو ته له ورکولو سم انکار وکړي.تاسو اندازه وکړی،یوازي د تېر کال ۲۰۱۱م په ۷۳ متاثره شویو ماشومانو کې ۸۰ فیصد هغه وو،د کوم چا پلرونو چې یې له څاڅکې ورکولو انکار کړی وو.٬٬

د پولیو څانګې مشر زیاتوي،البته دوی بیا هم په خپلو هڅو بوخت دي او اوس موږ په دغه لړ کې له دیني علماوو هم مرسته اخیستې،ولې چې په سیمه کې زموږ د معلوماتو تر مخه،خلک د علماوو خبره تر ډېره حده مني او ان تر دې چې د رایې یا ووټ له لاري یې باقاعده اسمبلیو ته لېږي.ځکه مو دا ګام پورته کړی ٫٫په دغه لړ کې که تاسو ته یاد وي،زموږ د پولیو تېر کمپېن پرانستنه د مذهبي ګوند،جمعیت علما اسلام مشر،مولانا فضل الرحمان په چمن کې کړې وه.نو دا ثابته وي،چې موږ خپلې هڅې کوو،تر څو د ګوزڼ ناروغي قابو کړو.٬٬

هلته د سیمې یو اوسېدونکۍ،عبدالباقي بیا د ناروغۍ زیاتېدو ذمه واره،خلک او حکومت،دواړه په ګوته کوي ٫٫ګوره،چې حکومت ته دا خبره معلومه هم وه،چې په سیمه کې دیني علما ډېر اثرورسوخ لري،نو مخکې به یې دا کار کړی وای ،اوس له پولیو څاڅکو د انکار سوچ او فکر په خلکو کې دومره زیات شوی چې تاسو اندازه نه شی کولای.بلې خوا خلکو ته هم پکار ده،چې باید ښه او بد سره توپیر کړي.دریم دا چې د بلوچستان زیاتره وګړي په لیرې پرتو سیمو او غرونو کې اوسېږي.د پولیو څاڅکې ورکولو ټیمونه تر هغو ځایه ګرسره ځې نه او په کاغذونو او اسنادو کې دوی باقاعده تر هغو غرونو او سیمو رسېدلې وي،چې دا یو ه لوېه تېروتنه ده.٬٬

یاده دې وي،د محکمه صحت د معلوماتو تر مخه،په بلوچستان کې د پولیو ناروغانو ۷۵ شمېره،په ټول مُلک کې د یوې صوبې تر ټولو زیاته شمېره ده.د سیمې خلک غوښتنه کوي،باید حکومت او خلک دواړه،یو د بل په مرسته، د دغې ناروغۍ په ختمولو کې هڅې ګړندۍ کړي.
XS
SM
MD
LG