د لاسرسي ځای

تازه خبر

حمید حسن پریميېر لیګ ته په غوره کېدو خوشاله دی


بالر حمید حسن
بالر حمید حسن
په بنګله دېش کې هم د هېند غوندې د پرېمیر لیګ په نامه دکرکټ لوبو د یوه ټورنامنټ تابیا شوې ده چې د راتلونکې میاشتې (فبرورۍ) له لسمې نېټې څخه پیلېږي.

په دغه ټورنمېنټ کې شپږ لوبډلې برخه اخلي چې د نړۍ ګڼ شمېر بهرني لوبغاړي به هم په کې لوبېږي.

ددغه نړیوالو لوبغاړو لپاره دمخه نیلامي وشوه چې پکې د پاکستان د تکړه لوبغاړي شاهد اپرېدی په تر ټولو په لوړه بیه یانې اووه لکه ډالره واخیستل شو.

خو افغانستان چې د کرکټ نړۍ ته تازه وردانګلي ددغه هیواد تکړه بالر حمید حسن هم د پریمیر لیګ په بولیو کې واخیستل شو.

له نوموړي سره د مشال همکار بوریوال کاکړ یوه مرکه کړې چې په نړیوالو سیالیو کې په غوره کېدو څه احساس لري.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:29 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG