د لاسرسي ځای

تازه خبر

منصور اعجاز، مرموز کس که خوش قسمته سړی؟


په امریکا کې د پاکستان پخواني سفیر حسین حقانې د لانجمن لیک له کبله نه یواځې خپله دنده وبایلله بلکې اوس په سپریم کورټ کې د مقدمې لاندې هم دی.
په امریکا کې د پاکستان پخواني سفیر حسین حقانې د لانجمن لیک له کبله نه یواځې خپله دنده وبایلله بلکې اوس په سپریم کورټ کې د مقدمې لاندې هم دی.
ژباړه: نجیب عامر، مشال راډیو

سرچینه: دي ایکسپریس ټرېبیون

د پاکستان دانګریزۍ ژبې ورځ پاڼه دي ایکسپریس ټریبیون د ( نړیوال مرموز کس ) تر سرلیک لاندې یوه مقاله خپره کړېده چې اشاره یې منصور اعجاز ته ده. په مقاله کې راغلي یوه نظر پوښتنه ښايي چې منصور اعجاز هغه کس دی چې په په پاکستان کې ورسره خلک حسد کوي .

دا نظر پوښتنه د ۲۸ او ۴۶ کالنو ښاري وګړو ترمنځ ترسره شوې او نېږدې ټول کسان ګڼي چې منصور اعجاز ډېر خوش قسمته سړی دی. ځکه هغه یو نړیوال سوداګر و خو په دې وروستیو کې په یو ویډیو کې هغه د یو ایکټر په بڼه ښکاري.

ورځ پاڼه لیکي چې د دې ویډیو مخې ته تر راتګ وروسته د منصور اعجاز په اړه د خلکو نظرونه بدل شول، دکراچۍ په یو بانک کې کار کونکی علي وايي : ((زما دا خیال وو چې هغه یو معمولي ستونزې پیدا کوونکی کس دی چې له دې لارې شهرت ګټل غواړي خو یو داسې کس ته د شهرت څه حاجت دی چې د بربنډو میرمنو د کشتۍ ( ریسلنګ ) مبصر یا کمینټري کونکی دی؟))

له لاهور سره تعلق لرونکی یو بل سوداګر چې نه غواړي نوم یې ښکاره شي وايي د منصور اعجاز مېرمن د نړۍ تر ټولو نرمه ښځه ده ، هغه خپل خاوند ته د دا ډول حرکتونو نه یواځې اجازه ورکوي بلکه ترڅنګ یې ناسته هم وي.

د راولپېنډۍ د یو هايي سکول دوو زدکونکو چې دا ویډیو یې کتلې ایکسپریس ټریبیون ورځ پاڼې ته یې ویلي پخوا به موږ داسې انګېرله چې تور پوستي کسان سپین پوستو نجونو ته نشي نېږدې کیدای، خو د منصور اعجاز د ویډیو تر لیدلو وروسته اوس موږ هم انګېرو چې دې ډول ځایونو ته موږ هم تللی شو، بس ضرورت د دې خبرې دی چې د کوم اروپايي هیواد ویزه واخله او څو اړیکي جوړ کړه.

له دې معلومېږي چې له ( میمو ګیټ یا لانجمن لیک) رسوونکي کس سره اوس د سکولونو ماشومان هم دلچسپي لري او که پخوا یې د انګریزۍ ژبې سره علاقه هم نه لرله خو اوس د منصور اعجاز د کمینټرۍ پر مهال د استعمال شویو ټکو د مانا په لټون کې دي.

د دې ترڅنګ د فلمونو ځینې ځايي ډایرکټران هم دا هیله لري چې منصور اعجاز دې د دوی په ویډیو ګانو کې کار وکړي خو دوی په دې ډارېږي چې د دومره لوی سوداګر د ترلاسه کولو لپاره به ډېره پانګه پکاروي، خو دوی وايي که د منصور اعجاز له مېرمنې په دې لاره کې کومک وغوښتل شي نو ښايي چې هغه به رضا شي.
XS
SM
MD
LG