د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ۲۰۱۲ز کال کې د پاکستان و امریکا اړیکي


پراګ - د پاکستان او امريکا اړيکي د سړې جګړي تر پايه خورا ښه پاتې شول، خو تر دې وروسته د دوی اړيکي لوړې ژورې ويني.

په ۲۰۰۱ز کال کې چې د ترهګرۍ پر ضد جګړې دواړه هیوادونه سره څومره نېږدې کړي ول، هومره یې په ۲۰۱۱ز کال کې لرې کړل. خو د ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان و امریکا په اړیکو نظر ساتونکی، د پاکستان د پوځ پخوانی برېګېډیر اسد منیر هیله من دی چې د ۲۰۱۱ز کال پرتله به ښايي سږ کال اړیکي ښه شي.


اسد منیر وايي، بېلا بېلو پېښو په پاکستان کې ولس د امریکا ضد وپاراوه
اسد منیر وايي، بېلا بېلو پېښو په پاکستان کې ولس د امریکا ضد وپاراوه
د ده په وینا، په ۲۰۱۱ز کال کې د امریکايي وګړي او د یوه افسر ریمېنډ ډېوس له لاسه په لاهور کې د دوو پاکستانیانو د وژنې، د اسامه بن لادن پر ضد امریکايي عملیاتو، او د ناټو په بمبارۍ کې د ۲۴ پاکستاني سرتېرو وژنې په ولس کې داسې امریکا ضد احساسات وپارول چې پوځ او حکومت یې تر داسې فشار لاندې راوستل چې که غواړي هم، نو له امریکا سره د پخوا په څېر مرسته نشي کولای.

اسد منیر وايي، د ده په فکر که داسې لویه پېښه ونشوه نو د دواړو هیوادونو اړیکي به ښايي لږ څه ښه شي.

هم دې ته ورته نظر د دواړو هیوادونو په اړیکو نظر لرونکی یو بل کار پوه، خالد عزیز هم لري.

دی وايي، د ۲۰۱۲ز کال په لومړنیو میاشتو کې به اړیکي هم داسې خراب وي خو د جون او جولای په میاشتو کې به ښايي د ښه کېدو پر لوري روان شي.

د سیمه ییزو چارو کار پوه احمد رشید د امریکايي تینک ټینک سي ټي سي سینټینل مجلې ته د پاکستان او امریکا په اړیکو یوه تفصیلي مقاله لیکلې.


احمد رشید په خپله مقاله کې د درې لویو خطرو ذکر کړی دی چې د دواړو هیوادونو اړیکي لا نور خرابولای شي.
احمد رشید په خپله مقاله کې د درې لویو خطرو ذکر کړی دی چې د دواړو هیوادونو اړیکي لا نور خرابولای شي.
نوموړی وايي، په ۲۰۱۲ز کال کې د دواړو هیوادونو د پوځ تر منځ د اړیکو د ښه کېدو امکان شته، خو دا ځل به ښايي پاکستان له امریکا سره د پخوا په څېر پراخ کومک ونکړي.

که څه هم درې واړه کار پوهان د پاکستان و امریکا د تعلقاتو د ښه کېدو وړاندوینه کوي، خو ورسره د اړیکو د نور خرابېدو وېره هم لري.

احمد رشید وايي، لومړی خطر دا دی چې ښايي امریکا به د حقاني شبکې پر ضد په راتلونکي پسرلي کې له ۱۰ تر ۲۰ زره پورې سر تېري له جنوبي افغانستانه په مشرقي برخو کې ځای پر ځای کړي چې د ده په وینا، دا به کېدای شي د امریکا له پاکستان سره اړیکي لا نور ترینګل کړي.

احمد رشید ان دا امکان هم په ګوته کوي چې کېدای شي د امریکا او پاکستان نېغ په نېغه نښتې وشي او یا الوتکې په کې وغورځول شي.


د امریکا او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې.
د امریکا او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې.
د احمد رشید په لیکنه، بل خطر د پاکستاني طالب مشر ملا فضل الله په کونړ کې شتوی دی او کېدای شي پاکستان هلته مداخله وکړي او سرحدي لانجه را منځ ته شي.

د ده په وینا، درېیم خطر په پوله د ناټو او امریکا د هیلي کاپټرو لخوا د پاکستان د فضايي حدودو د خلاف ورزۍ په صورت کې د دې هیواد غبرګون دی.

خو د کار پوه اسد منیر په وینا، د پاکستان په کورني سیاست کې ممکنه بدلونونه هم د پاکستان و امریکا د اړیکو د خرابېدو سبب ګرځېدای شي.

دی زیاتوي، که په پاکستان کې تر وخت مخکې انتخابات وشي او یو داسې حکومت راشي چې وايي پاکستان باید د ترهګرۍ ضد له جګړې ووځي نو دا به کېدای شي د امریکا او پاکستان اړیکي خراب کړي.


د افغانستان و پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی مارک ګراسمین په هندي پلازمېنه نوي ډیلي کې. پاکستان امریکا ته ویلي مارک ګراسمین دې اسلام اباد ته نه راځي.
د افغانستان و پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی مارک ګراسمین په هندي پلازمېنه نوي ډیلي کې. پاکستان امریکا ته ویلي مارک ګراسمین دې اسلام اباد ته نه راځي.
اسد منیر د تعلقاتو د خرابېدو بله وېره دا لري چې که د مومندو په شان بله پېښه کېږي، نو کېدای شي اړیکي لا نور ترینګل کړي.


خو کار پوه خالد عزیز بیا وايي، په پاکستان کې سختدریځه مذهبي سوچ لرونکي کېدای شي د دواړو هیوادونو تر منځ د مراسمو په خرابولو کې یو ډول رول ولوبوي.

که څه هم د پاکستان و امریکا په ۲۰۱۲ز کال کې د تعلقاتو په اړه خوشبینۍ او وېرې د دې کار پوهانو په وړاندوینو ولاړې دي چې د ځېنو څېړونکو په فکر حتمي نه دي.

د دوی په وینا، په عملي ډګر کې د دواړو هیوادونو اړیکي، ممکنه ده، څه بل شکل خپل کړي.
XS
SM
MD
LG