د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان کرکټ ډلې او د ملک سیاسي حالات ورته دي



الجزيره ټيلي ویژن په خپله ويب پاڼه کې ليکي د پاکستان کرکټ نه د دې هيواد سياسي حال معلومېدای شي، د پاکستان کرکت لوبه کې د منفي خبرو سره سره مثبت خبرې هم موجود دي.

بلخوا نيو يارک ټایمز ورځپاڼه ليکي په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغانو شمېره درې چنده سېوا شوېده او د ښکاره ناروغانو نه څرګنديږي چې د پټ ناروغانو شميره زياته ده.

الجزيره ټيلی وژن د خپلې ويب پاڼې يوه مقاله،کرکټ او د پاکستان سياست تر سر ليک لاندې خپره کړېده. مقاله کې راغلي چې د کرکت کارپوهان یوه دودیزه خبره کوي چې کرکټ په هند کې مذهب دی خو د پاکستان کرکټ لوبډلې سره سره خپله ددغه ملک سياسي، سماجي او اقتصادي حالت هم ښه نه دي. د پاکستان کرکټ لوبډلې نه د پاکستان د سياست حال معلوميدای شي. دا خبره څرګنده ده. په پاکستان کې په ۲۰۰۹ کال کې د سری لنکا کرکټ لوب ډلي بريد سره دا هيواد د کرکت لوبې لپاره محفوظ پاتی نشو. دې بريد ډیر خلک حيرانه هم کړل. په هغه بريد کې د مذهبي تند لارو د لاس وهنې خبرې رد شوې وې. له هغه بريد سره د اورپکيتوب پرضد د نویو لارو اختيارولو سوچ شورو شو.

الجزيره تيلي وژن په مقاله کې ليکي د پاکستان کرکټ او د رياست پرتله کولو کې زيات تره خبرې منفي نه دي بلکې د کرکټ لوبډلې ښه اننګز هم لوبولي دي او پاکستان رياست هم په دې سيمه کې په ځينو وختونو کې د ښه لوبې مظاهره کړېده.

د پاکستان کرکټ لوبه ډله اوس په رښتيا د ۱۸ کروړه ولس استازیتوب کوي او هغه ځکه چې اوس په دې لوبډله کې نه يواځې د لاهور يا کراچۍ لوبغاړي دي بلکې د ټولو سيمو سره تعلق لرونکي په کې شامل دي.

الجزيره تيلی وژن په مقاله کې زياته وی چې تر څو به دغه مثبت پرمختونه پرځاي پاتې شي. په دې روستيو کې د ګيند ګره ولو لانجه يا لوبه خرڅول يا هم د لوبډلې د خپلمنځي اختلافاتو خبرې کېږي.

بلخوا نيويارک تایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ د زياتېدونکو کيسونو په اړه مقاله خپره کړې. ورځپاڼه ليکي له کلونو روستو په ۲۰۱۰ کال کې د پوليو په ناروغانو کې کمی راغلی او دا شميره ۲۵ ته راورسيده او په روښتيا نړيوالې ادارې افغانان اتلان وګرځول. خو تير کال دا شميره درې چنده سيوا شوېده او د افغان صحت وزارت ترمخه ۷۶ کسان د ګوزڼ په ناروغي ککړ دي. د صحت کارپوهان وايي له دې خبرې نه څرګندېږي چې ډیر زيات پټ ناروغان هم موجود دي.

ورځپاڼه ليکی د کلونو خوارۍ روستو اوس يواځې د ګوزڼ ناروغي په افغانستان ، پاکستان او شمالی نائجيريا کې پاته شوې او هر کال په ناروغانو کې اضافه کيږی. بلخوا د صحت نړيواله اداره وايي په هند کې تېر کال د ګوزڼ يو ناروغه مخې ته نه دی راغلی او دغه هيواد له ګوزڼه ځان خلاص کړی دی.

ورځپاڼه ليکي په پاکستان او نائجيريا کې ځيني سخت دريځه علما د څاڅکو ورکول د مغربی هيوادونو سازش بولی خو طالبان په دې کې څه کار نه لري. په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغي د مخنیوي ځيني ټيمونه د طالبانو د مشر لاس ليک هم له ځان سره ګرځوي چې د پوليو څاڅکي ورکولو سره هيڅ قسمه زيان نه رسېږی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG