د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان مېرمنو لپاره افغان ډوله حل


د افغانستان په مزارشریف کې ښځې غالۍ اوبدي.
د افغانستان په مزارشریف کې ښځې غالۍ اوبدي.

فارن پاليسي مجله ليکې نن هم په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو او نړيوالي ټولني د شتون سربېره د ښځو په ضد د ظلم پيښي را منځ کېږي. په افغانستان کې د ښځو د پرمختګ په لړ کې بايد دا ټکې ته پام وشي چې يوازي نړيوالي مرستې ښځو ته بشري حقونه او په ټولنه يو غوره مقام نشي ورکولای بلکې نارينه دي دې ته وهڅول شي چې هغوی په ټولنه کې د ښځي يو فعاله رول ومني.

فارن پاليسي مجله ليکې، د نړۍ خلګ هغه وخت ډېر و وېرېدل کله چې دوی د يو افغاني نجلۍ بي بي عايشه انځور وليدی چې خاوند او خسرګنۍ يې پوزه ورڅخه پرې کړې وه. دا انځور د ۲۰۱۰ م کال د اګست په مياشت کې د ټايم مجلې پر لومړي مخ چاپ شو. لوېديځو رسنيو د عايشه دوسيه له طالبانو سره وتړله او دا يې د ښځو لپاره هغه وخت د يو ګواښ په تور انځور کړې کله چې نړيواله ټولنه په ۲۰۱۴م کال کې له افغانستانه ووځي. خو د بدبختۍ خبره دا ده چې نن هم په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو او نړيوالي ټولني د شتون سربېره د ښځو په ضد دا ډول پيښي را منځ کېږي. په دا وروستيو کې دا ډول يو بله پېښه د پنځلس کلنې سهار ګل ده چې د خاوند او خسرګنۍ لخوا پنځه مياشتي په تېخانه کې بنده کړل شوې وه او ظلم پر کېدۍ. دا جرمونه د طالبانو لخوا نه دي تر سره شوي بلکې په دې هيواد کې د کورني تشدد په لړ کې د ښځو په ضد شوي دي.

فارن پاليسي مجله ليکې، يو کال وړاندي چې د طالبانو د دور د بهرنيو چارو له وزير مولوي وکېل احمد متوکل څخه د بي بي عايشې د پوزې د پرېکېدو په اړه پوښتنه وشوه نو هغه وويل چې دا ډول پيښي يوازي د طالبانو په وخت کې نه بلکې د نړيوالي ټولني د شتون سربېره هم تر سره کېږي ځکه چې په افغانستان کې د ښځو په اړه هر څه د کورنيو لخوا کېږي.

مجله پر مخ ليکې، په افغانستان کې د ښځو د پرمختګ په لړ کې بايد دا ټکې ته پام وشي چې يوازي نړيوالي مرستې ښځو ته بشري حقونه او په ټولنه کې يو غوره مقام نشي ورکولای بلکې د کورنۍ نارينه په دې لړ کې ډېر مهم رول لوبوي. بايد نارينه دې ته وهڅول شي چې هغوی په ټولنه کې د ښځي يو فعاله رول ومني.

د دې سربېره په دې هيواد کې بله لويه ستونځه د کليوالو او ښاري سيمو تر منځ ډېر زيات توپير دی. په عام ډول د افغانستان کليوالي ښځې په کورونو کې دننه د خپلو ماشومانو روزنه او د خاوند خدمت کوي. همدا د دوی کار دی او له کوره دباندې دوی ته کار کول اړين نه ښکاري. په کليوالو ټولنو کې د کور دباندې هر څه د نارينه په غاړه وي. بلخوا که د کابل غوندې ښار ته وکتل شي نو ښځې هم د نارينه وو تر څنګ له کوره دباندې په کارونو بوختي دي. دوی په بشري حقونو خبري دي او په ټولنه کې خپل مقام ورته مالوم دی. خو د کابل ښځې د ټول هيواد د ښځو ډېر لږ استازيتوب کوي. په کابل کې ۱۵ لکه ښځې ژوند کوي خو د افغانستان په کليوالو سيمو کې بيا يو کروړ پنځه دېرش لکه ښځې ژوند کوي او تر اوسه يې د کابل ښار چاپيريال نه دی ليدلی.

مجله زياتوي د ښځو په اړه دا ډول حقايق به تر ۲۰۱۴م کال وروسته هم بدل نشي او تر ډيرو لسيزو به همداسي وي خو ضرورت د دې خبرې دی چې بدلون په تدريجي ډول بايد راشي. پر ځای د دې چې ښځي له کوره دباندي راوتلو ته وهڅول شي بايد په کور کې دننه د دوی رول ته په ارزښتناکه سترګه وکتل شي. دا ډول به د هيواد او ټولني کلتور ته هم زيان نه رسيږي او د وخت په تېرېدو سره به دوی په خپله ټولنه او بيا وروسته د هيواد په کچه رول ولوبوي.
XS
SM
MD
LG