د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستانیو عدالتو کې د عام ولس مقدمې ولې ځنډڼۍ دي


په سوات کې د یو شرعي عدالت پر مهال مقدمه اورېدل کېږي
په سوات کې د یو شرعي عدالت پر مهال مقدمه اورېدل کېږي
مجید بابر - پراګ

د تير کال د مارچ د مياشتی په پینځمه نيټه د کراچۍ د وکیلانو اتحادیې له منتخب غړو نه د سوګند اخستو دستوري ته د وينا پر مهال د پاکستان د ستر عدالت یا سپريم کورټ چېف جسټس افتخار محمد چودري ويلي ول چې د پاکستان په عدالتونو کې تقريبا ۲۵ لکه مقدمې د ځنډ ښکار دي او په دغو کی ۱۰ فيصده یا دوه نيم لکه مقدمې په سپريم کور ټ کې دي.

د راپورونو له مخې په سپريم کورت کی هره هغه مقدمه چې سياسی بڼه لري ډیره زر فیصله کېږي خو هغه ځینې چې د عامو خلکو سره اړه لري د ځنډ ښکار وي.

پدې اړه د پيښور های کورټ پخوانی چیف جسټس اجمل ميا وویل چې سپريم کورت د عدليې لپاره يوه تګ لار جوړونکې اداره ده او دوی د وړو عدالتونو لپاره يوه ضابطه اخلاق هم جوړ کړی دی چې په څومره وخت کې ديواني یا فوجداري مقدمې فیصله کول پکار دي خو دده په وینا سپريم کورټ د ځان لپاره داسې کومه تګلاره تر دا مهاله نه ده جوړه کړې.

په پاکستان کې د عدالتي نظام څلور بڼې دي لکه واړه عدالتونه، سيشن عدالتونه، هايي کورټ او سپريم کورټ. او عام ولس دغو عدالتونو ته د انصاف لپاره ورځي، سپريم کورت په دغه هيواد کې د انصاف د فيصلي د ترلاسه کولو لپاره وروستۍ اداره ګڼل کېږي.

په پیښور کې د های کورټ وکیل شهاب خټک په دې نظر دی چې په عدالتونو کې د مقدمو ځنډیدل اوسنۍ نه بلکه ډیره زړه ستونزه ده ، دی وايي چې دا مهال په وکلا برادري کې ورځ په ورځ مايوسي خوريږي او دا ځکه چې د عام ولس سره اړه لرونکې مقدمې نه اوريدل کېږی او زیاتوي چې کله د اين آر او لوبه روانه وي او کله بله سیاسي مسله راپورته وي .

دده په وينا که د پاکستان لوړو عدالتونو کې د مقدمو فیصلي هم داسې د ځنډ ښکار وي نو دا به په عام ولس کې د انصاف د لټون په اړه مايوسي خوره کړي.
XS
SM
MD
LG