د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتونخوا زدکونکو سازمان، تعلیمي کمپېن پیلوي


 د پښتونخوا زدکونکو سازمان پروسږ کال (۲۰۱۱) کې هم تعلیمي کمپین ترسره کړی وو.
د پښتونخوا زدکونکو سازمان پروسږ کال (۲۰۱۱) کې هم تعلیمي کمپین ترسره کړی وو.
نیازموساخېل،کوټه

په بلوچستان کې د پښتونخوا زدکونکو سازمان وایي،دوی په راتلونکې څو ورځو کې یو تعلیمي کمپېن شروع کوي،چې په راتلونکې پسرلي کې په مارچ میاشت د پېلېدونکي تعلیمي کال لپاره خلک وهڅوي چې ګڼشمېر ماشومان په ښوونځیو کې کې داخیله کړي.

د پښتونخوا زدکونکو سازمان زیاتوي،هر کال په مارچ کې د صوبې په زیاتره برخو کې نوی تعلیمي کال پېلېږي خو لا هم په هومره شمېر کې سکولونو ته ماشومان نه اچول کېږي څومره چې پکار ده.نو ځکه دوی پرېکړه کړې،چې له اوسه خپلې هڅې ګړندۍ کړي چې په خلکو کې عامه پوهاوی او شعور پراخ کړي.

د سازمان یو مشر،کبیرافغان له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال وویل،چې دوی به کلي په کلي،کوڅه په کوڅه او ښار په ښار ګرځي او هلته به له مشرانو او سپینږیرو سره ویني او په جوماتونو کې به اعلانونه کوي او له ولسه به غوښتنه کوي چې په ګڼ شمېر کې خپل ماشومان ښوونځیو ته واچوي.د نوموړي په خبره د تعلیم رڼا د جهالت تورې تیارې پورې وهلای شي.او دا تر هغو نشي کېدای چې زموږ د وطن ماشومان سکولونو ته نه وي تللي.

کبیر افغان زیاتوي،دوی هیله لري چې خلک به یې غوښتنه عملي کړي تاسو ته مالومه ده چې زموږ ولس د ترهګرۍ،تندلاریتوب او ناامنۍ په اور کې راګیر دی او زموږ په فکر د دغو ستونزو څخه د خلاسون یوازنۍ لاره تعلیم دی.دښمن یقینًا موږ په ترهګرۍ او نور چلونو وهي،خو زموږ ځواب به د علم او پوهې په شکل کې وي.٬٬

یو زدکونکی عطا محمد د پښتونخوا زدکونکو سازمان د تعلیمي کمپېن په اړه وایي،چې دا یو نیک او بې غرضه کار دی .په دې سره به په دغه شاته پاته صوبه کې تعلیمي بدلون راشي.که بدلون نه راځي،نو د خلکو سوچ او فکر خو به یقینًا مثبت شي.

زه یو زدکونکی یم او که څه هم زما تعلق له دې سازمان سره نه دی،خو زه خبر یم چې دغه سازمان په زدکونکو او عامو خلکو کې بېخي زیات بنسټونه لري.په کلي،کلي کې د دې پلویان شتون لري او زه فکر کوم چې یقینًا دغه خلک به په لوړه کچه د سازمان د تعلیمي کمپېن اثرات قبول کړي او د اثرات خپلولو مطلب به ګټه ولري چې په شاته پاته سیمه کې به یو تعلیمي بدلون راشي او هرڅوک به و هڅول شي،چې خپل بچۍ په سکول کې داخیله کړي.٬٬

دا چې د پښتونخوا زدکونکو سازمان د تعلیمي کمپېن تر شا خو به څه سیاسي مقاصد نه وي؟د سیمې یو عام کس اکرام الله د پوښتنې په ځواب کې وایي ٫٫ زه خپله د پښتونخوا زدکونکو سازمان سره نظریاتي اختلاف لرم.زما سوچ او فکر له دوی بېل دی،خو زه تاسو ته د دې ضمانت درکوم چې د دوی تعلیمي کمپېن به یوازي د ولس د ښېګړې او پرمختګ لپاره وي او یقیناً دا به بې غرضه او بې له څه شخصي فایدې کېږي.٬٬

یاده دي وي، دپښتونخوا زدکونکو سازمان پروسږ کال) ۲۰۱۱م ) هم داسې یو تعلیمي کمپېن ترسره کړی وو،چې د سازمان په وینا،خورا مثبته اثرات یې رامخته شوي وو.په صوبه کې خلک وایي،که نورې سرکاري او غېر سرکاري ادارې هم د پښتونخوا زدکونکو سازمان په شان خپل رول ولوبوي،نو لیرې به نه وي،چې شاته پاته سیمه به له تعلیمي پرمختګ سره مخامخه شي.
XS
SM
MD
LG