د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان:باران ځاني تاوانونه اړولي دي


نیازموساخېل،کوټه

په بلوچستان کې د راپور له مخې،له تېرو دوو ورځو څخه سخت بارانونه او واورې شوې اوله زوره ورو بارانو وروسته،بېلابېلې سېلابي اوباراني نالۍ او خوړونه را وتلي.هم له داسي سېلابي خوړ سره تړلې یوه پېښه کې،چې له مرکز کوټې د شمال پر لور، شاوخوا ۳۵ کیلو میتره لیرې،د پشین په سیمه کې رامنځته شوې.

د چارواکیو په وېنا ۵ کسان وژل شوي.د سیمې لیویز زیاتوي، یوې ګاډۍ له باراني خوړ څخه د تېرېدو هڅه کوله چې اوبو یوړه.د پشین د لیویزو مشر،رسالدار مېجر علي محمد ترین له مشال راډيو سره د خبرو پر مهال ووېل،چې د منځري په سیمه کې یو کس چې له یوه کلي بل کلي ته روان وو،د خپل کور دوې ښځې او څلور ماشومان یې په ګاډۍ کې اخیستي وو.کله چې یې موټر یوه خوړ ته ور واچولی او هڅه یې کوله چې ورڅخه تېر شي،هم دغه وخت باراني اوبه نورې زیاتې شوې او هغوی ته یې دومره موقع ورنه کړه ،چې خپل ځان راوباسي. د پېښې په نتیجه کې ۴ ماشومان او یوه ښځه مړه شوي خو یو سړی او ښځه ژغورل شوي دي.

له تېرو دوو ورځو راهیسې،د صوبې په زیاترو شمالي برخو کې بارانونه شوي دي.د کوټې ښار په ګډون ژوب،موساخېل،کلا سېف الله،زیارت،چمن (کلا عبدالله) او په پشین ضلعو کې د بارانو او واورو راپورونه دي.خو خلک وايي ژمنیو بارانونو او واورو یخ هم زیات کړی دی.
XS
SM
MD
LG