د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خبریال ولي خان بابر وژونکي لا هم له سزا خلاص دي


د جیو خبریال ولي خان بابر پروسږ کال (۲۰۱۱) په کراچۍ ښار کې ووژل شو.
د جیو خبریال ولي خان بابر پروسږ کال (۲۰۱۱) په کراچۍ ښار کې ووژل شو.

ظفرکریمي ـــ کراچۍ

ولي خان بابر د ۲۰۱۱م کال د جنورۍ په ۱۳مه نېټه د کراچۍ ښار په لیاقت اباد کې وژل شوی و ـ دولي خان بابر ورور ډاکټر اعظم بابر مشال ریډیو ته ویلي چې د کشر ورور ولي خان بابر د مرګ روستو یې کور کې اوس هم خفګان او ویر دی ـ هغه زیاته کړه مور یې هم څو میاشتې مخکې د ځوانیمرګ بابر له غمه رنځوره او بیا په حق ورسیده .

د ولي کمی نه پوره کیږي ـ هغه زما کشر کشر وروو و،خو موږ ته داسې و لکه زما بچۍ ـ د ولي کمی په الفاظو کې نشم بیانولی ،خو زموږ بنیادي سوال دادی چې دولي خان ګناه څه وه ؟ که حق ویل ګنا ده نو هر صحافي به دا ګناه کوي او خلق به یې وژني ؟؟

پولیس وایي د ولي بابر وژنې په کېس تراوسه درې نورو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی ـ دې کسانو کې یو هغه پولیس سرتیرې دی چې د ولي خان د وژونکو د ګاړي نمبر یې نوټ کړی و،بل یو د پولیسو مخبر و او دریم تن د بابر د کېس پلټونکي افسر ورور دی ـ

ډاکټر اعظم وایي دې ټولو حالاتو ته په کتو سره هغوی خپل پخواني کور خرڅولو ته مجبور شول او اوس هغوی د ښار نسبتا خوندي سېمې ته په ګډه شوي دي .

((حالاتو ته مو وکتل نو خپل کور مو بدل کړو ـ په دې ښار کې چې کوم حالات روان دي او دښار امنیت ته چې مو وکتل نو موږ بهتر دا وګڼله چې دغه کور پریږدو او بل ځای ته ولاړ شو))

د سند صوبې د کورنیو چارو پخواني وزیر ذورلفقار مرزا د ولي خان بابر په وژنه کې ککړ ۵ کسان نیولي او هغه ویلي و چې نیول شوو کسانو د پلټنو په وخت منلې چې د بابر په وژنه کې لاس لري او د ایم کیو ایم ډلې سره تعلق لري ـ خو ایم کیو ایم ډلې د ذولفقار مرزا دغه خبره رد کړې ده ـ د ولي بابر ورور په دې اړه وایي ،
((دا خو یوازې ذولفقار مرزا نه دی ویلي ،دا خو په یوټوب کې دپلټنو ګډې ډلې یا جواینټ اینټاروګیشن ټیم رپورټ او ویډیو ګاني پرتي دي ،په سپریم کورټ کې هم د جي اي ټي رپورټ پیش شوی دی ـ دا خو هر څه مالوم دي ـ موږ له دې نه مطمین یو خو دغې رپورټ کې چې نامزد نور ملزمان دي چې ترڅو دغه ټول نه وي نیول شوي زه دا نشم ویلی چې سل په سلو کې دې مطمین یم.))


پولیس وایي د ولي خان بابر وژنه کې ککړ درې مرکزي کسان فېصل،لیاقت او ذیشان اوس هم مفروران دي چې پولیس یې په لټه کې دي ،ډاکټر اعظم بابر کېس کې د ککړو نورو کسانو د نیولو ټینګار کوی او زیاتوي ،))اصل ملزمان خو مفروره دي خو چې دا کوم کسان نیول شوي دي ،هغوی ته دې سزا ورکړل شي ـ جی ای ټي رپورټ پروت دی په هغې کې چې د کومو کسانو نومونه دي نو موږ په دې اړه حکومت او میډیا ته خواست کوو چې له موږ سره دې په دې لړ کې مرسته وکړي.))

د ولي خان بابر پلرنی ټاټوبی د بلوچستان ژوب سېمه ده خو نوموړی له ماشوموالي راهیسې په کراچۍ کې اوسیدو ـ هغه د شخصي ټي وي چینل جیو سره د خبریال په توګه کار کولو ـ پوره یو کال مخکې ولي خان بابر د خپل معمول سره سم له دفتره کور ته په لار و چې د لیاقت اباد سپرمارکیټ سره نزدې د وسله والو د ګولو ښکار شو ـ دکراچۍ د خبریالانو اتحادیې د جنورۍ پر ۱۳ مه نېټه په کراچۍ پریس کلب کې د ولي خان بابر ړومبې تلین ولمانځلی ـ
XS
SM
MD
LG