د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان ستونزه : د نه زغم او تشدد درس


د جمرود په مدینه جومات کې د ځانمرګي بمي برید وروسته خلک کنډکپرې او وینې پاکوي.۱۹ اګست ۲۰۱۱م کال
د جمرود په مدینه جومات کې د ځانمرګي بمي برید وروسته خلک کنډکپرې او وینې پاکوي.۱۹ اګست ۲۰۱۱م کال

فوربس وېب پاڼي په پاکستان کې د زغم د نيشتوالي او تشدد په اړه مقاله خپره کړې چې ليکې، په دې هيواد کې ځکه د زغم نيشتوالی او تشدد ډېر دی چې په تعليمي نصاب کې يې د زغم او امن درس نه ورکول کېږي.

فوربس وېب پاڼه ليکې، کېدای شي امريکا له بل هيڅ يوه هيواد سره دومره پېچلي اړيکې نه وي درلودلي څومره چې یې له پاکستان سره لري. د امريکا دغه ملګری په افغانستان کې دوه ګونې لوبه کوي. د بې ثباته سياسي نظام، کمزوري ولسي حکومت او د اېټمي وسلو په درلودلو سره دغه هيواد مذهبي نه زغم ته هم لمن وهي. په ښکاره توګه پاکستان خپل دريځ لري او له امريکا شکايتونه هم کوي خو په اوس وخت کې به تر پاکستان زيات بل هيڅ يو خطرناکه هيواد نه وي.

مقاله زياتوي، د شخړي بنيادي لامل له تعليمي پلوه وېشل شوې ټولنه ده. په پاکستان کې په حکومتي سکولونو او مدرسو کې د سخت دريځۍ او تشدد درس ورکول کېږي. د تېر کال د نومبر په مياشت کې د نړيوالي مذهبي آزادۍ په اړه د امريکا کمېشن يو راپور خپور کړی چې له مخي يې د دغه هيواد تعليمي نظام خپلو لوستونکو ته د زغم او ورورولۍ درس نه ورکوي.

په مقاله کې راغلي، که وکتل شي نو د پاکستان بنياد خونړی و ځکه چې دا هيواد په داسي وخت کې رامنځ ته شو چې د هندوانو او مسلمانانو تر منځ د يو بل په سيمو کې ډېري ويني وبهېدې. خو د پاکستان باني محمد علي جناح دا خبره سپينه کړې وه چې د مذهبي لږکېو ساتنه به کېږي، د دوی عقيدې او مذهب ته به زيان نه رسول کېږي او د دوی په مذهبي چارو کې به هيڅ لاس وهنه نه کېږي.

مقاله زياتوي، پاکستان به ډېر ښه هيواد ګرځېدلی وای که چېري پر دغه قول عمل شوی وای خو د تيرو شپږو لسيزو راهيسي ډېر څه بدل شوي دي. د بيلګي په توګه جنرل محمد ضياوالحق اسلامي بنسټپالنه د دې لپاره پر مخ بېوله چې د خپلي پوځي واکمنۍ لپاره د ولس ملاتړ تر لاسه کړي. د څو کلونو لپاره پاکستان يو آزاد خياله هيواد و خو ولسي نظام د لوستونکو په روزلو کې پاته راغلی.

د نړيوالي مذهبي آزادۍ په اړه د امريکا کمېشن په خپل راپور کې ليکې، جنرل ضياوالحق د تعليم په برخه کې زياتي پيسې ولګولې خو په نصاب کې يې د اسلامي سخت دريځۍ درسونه زيات کړل. د دې څرګند اغېز د مذهبي اقليتونو پر ژوند او عقيدې وشو او دوی يې له خطر سره مخامخ کړل. د دې نصاب له لاري ځوانانو ته د اسلامي سخت دريځۍ د پاللو او د نورو مذهبونو په اړه د نه زغم درس ورکول کېږي.

د کمېشن له راپور سره سم په ۲۰۰۶م کال کې د نصاب د بيا کتني او اصلاحاتو لپاره يو تګلاره جوړه شوه خو شپږ کاله وروسته هم هغه عملي نشوه. مقاله په پای کې ليکې، په پاکستان کې سخت دريځي د دغه هيواده له خپله لاسه پيدا شوې ده. د دغه هيواد تعليمي نظام هغو لوستونکو ته د نه زغم درس ورکوي چې بيا وروسته ښوونکې جوړ شي او دا ډول دغه ښوونکې يو بل نسل هم د سخت دريځۍ پر لاره پر مخ بيايي. تر څو چې په دغه هيواد کې په ټولو تعليمي ادارو کې په نصاب کې بدلون نه وي راوستل شوی نو په پاکستان کې به تشدد وده مومي او د زغم نيشتوالی به دوام لري.
XS
SM
MD
LG