د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرزی او طالبان د پټو خبرواترو خبرونو ګډوډ کړي


د افغانستان ولسمشر حامد کرزی
د افغانستان ولسمشر حامد کرزی

په ډيلي بیسټ ډاټ کام (dailybeast.com) ورځپاڼه کې په يوه مقاله کې راغلي چې د طالبانو سره په خبرو کې د بر لاسيتوب لپاره بيلابيل اړخونه کوشش کوي د طالب زندانيانو اداره په خپل لاس کې ولري چې بيا يې د مذاکراتو پر مهال د خپلو ګټو لپاره وکاروي.

د ډيلي بيسټ ډاټ کام ویب پاڼې ليکلي چې امريکا غواړي په افغانستان کې له ۲۰۱۴ کال وروسته لږ خو یو مهم پوځي شتون ولري. د دې کار د اجازې لپاره افغان ولسمشر حامد کرزي دوه شرطونه ايښي دي. يو دا چې امريکايان بايد د شپې له خوا سمدستي د افغانانو پر کورونو چاپې وهل بند کړي او دوهمه دا چې د امريکا د ادارې لاندې ټول زندانيان دې، زر تر زره افغان چارواکو ته وسپارل شي.

ویب سایټ پوښتنه کوي چې د افغان حکومت له خوا په ناڅاپي توګه دومره بې حوصلې توب او تيزي د څه لپاره ده؟ ډيلي بيسټ ليکي چې په دې اړه د ولسمشر کرزي دفتر څه نه وايي خو يو پخوانی طالب مشر چې اوس په کابل کې اوسيږي، ورته ويلي چې که هر څوک د طالب زندانيانو اداره په لاس کې ولري، د طالبانو سره د سودا کولو ښه چانس لري. په دې مقاله کې د يو افغان چارواکي له خولې ويل شوي چې دا مهال د سولې په خبرو کې د طالبانو استازي د بندي طالبانو د خلاصولو په لټه کې دي او دا يې لومړيتوب دی او ولسمشر حامد کرزي غواړي چې دغه معامله دې هغه ترسره کړي.

د ډيلي بیسټ ويب سایټ ليکلي چې له ګوانتنامو څخه د خپلو ملګرو د خوشي کولو لپاره په ليسټ کې څو مهم کسان شامل دي. په دوی کې ملافضل احمد دی چې د طالب ځواکونو قوماندان وو او په ۲۰۰۱ کال کې د افغانستان په شمال کې تسليم شو. همداراز ملا نورالله نوري هم پکې دی او د طالبانو د وخت د کورنيوو چارو وزير ملا خير الله خيرخوا هم په دغه ليسټ کې شامل دی. د دې ترڅنګ امريکا په افغانستان کې دننه هم د طالبانو ځينې مهم قوماندانان په بند کې لري.

په دې مقاله کې راغلي چې طالبان په دې پوهيږي چې که د طالبانو دغه مشران همداسې په جیل کې پاتې شي نو جګړه به کمزوري وي. همداراز د دې خلکو خوشي کول به د طالبانو د مورال لوړولو لپاره ښه وي. دا مورال په قطر کې د امريکايانو سره د دوی د خبرو له ښکاره کيدلو وروسته ډير کمزوری شوی دی.

د ډيلي بیسټ ویب سايټ په دې مقاله کې راغلي چې طالب مشران ځکه تر ډيره د سولې د بهير سره د يو ځای کيدو او د مذاکراتو په اړه په ښکاره څه نه وايي چې جګړه کوونکي طالبان د سولې په خبرو کې کمه دلچسپي ښيي. په دې مقاله کې راغلي يوه بله خبره چې افغان طالبان يې نه خوښوي دا ده چې په قطر کې د طالبانو په استازيتوب خبرې کوونکی او دوهم مرکچي مشر افغان نه بلکې يو پاکستانی دی. ویب سايټ ليکلي چې افغان استخباراتو ورته تاييد کړي چې مولا عبدالعزيز الرحمان احمدي پاکستاني شهريت لري او افغان نه دی. په مقاله کې ويل شوي چې که څه هم طالب وسله والو هروخت د پاکستان په پټو مرسته تکيه کړي خو تجربو ورته ښودلې چې د دې ګاونډي ملک پر هر کار باور نه دی پکار.

ډيلي بیسټ ویب سایټ ليکلي چې عزیزالرحمان احمدي يو تاجر دی او د حافظ رشيد احمد په نامه يو ورور يې په کويټه کې مدرسه لري. نوموړي په ابوظبۍ کې د طالبانو په سفارت کې او ورور يې په سعودي عرب او جده کې د طالبانو په سفارتونو کې دندې ترسره کړي. په دې مقاله کې راغلي چې په قطر کې په روانو خبرو اترو کې يو اړه نه تر سترګو کيږي او هغه پاکستان دی خو د ليکوالانو په وينا کيدای شي چې د عزيزالرحمان احمدي شتون په دې مانا وي چې پاکستان د دې خبرو ملاتړ کوي.
XS
SM
MD
LG