د لاسرسي ځای

تازه خبر

جلال آباد: رېړۍ والو ته ځايونه ورکړل شول


بازمحمد عابد مشال ريډيو

جلال اباد: د تيرو دريو هفتو راهيسې د افغانستان د لويو ښارونو په شمول جلال اباد کې هم د ښار د پاکوالي بهير پيل شوى. په دې بهير کې د ناجايزو قبضو د له منځه وړلو نه علاوه له سړکونو لاسي ريړې هم ليرې کړې وې چې په زرګونه خلک په کې بې روزګاره شوي وو خو اوس حکومت د ښار په بيلابيلو برخو کې ريړو ته ځايونه ور کړي او ډيرى بې روزګاره شوي کسان بيرته په روز ګار شوي دي.

له دې ځايونو يو هم تلاشى چوک ته څيرمه سرسبزي پارک دى چې تر اوسه پرې چمن نه دى جوړ شوى په سلګونه ريړې يې په کې ځاى په ځاى کړي دي.

د اشرف خان په نوم يو تن چې د سبزى ريړې تر شا ولاړ دى وايي چې مخکې يې د سړک په سر ريړۍ دروله چې د ښاروالۍ او پوليسو له لاسه به ډير په تنګ و. کله به يې رانه ريړۍ وړله، کله تله او کله هم کاڼي، خو اوس چې حکومت ځاى ورکړى، خوشحاله دى.

د نظرګل په نوم يو بل تن هم خوښ دى چې حکومت ورته په ارامه فضا کې د روزګار موقع برابره کړې. دى وايي حکومت چې کوم ځايونو موږ ته راکړي د ورځنیو ضرورتونو هر څه په کې خرڅيږي، خو که دا ريړې واله قناعت وکړي او بيرته بازارونو ته ونه وځي، دا ځاى ډير مناسب دى او موږ له حکومته خوشحاله يو.

د جلال اباد ښاريو شمير اوسيدونکي خوښ دي چې سړکونه او کوڅې يې له ريړو څخه پاکې شوي.

د ذبيخ الله په نوم يو تن وايي چې مخکې به مو د کور د ضرورت لپاره يو څه يو ځاى او بل څه بل ځاى اخيستل او چې حکومت په دې پارک کې لاسي ګاډو واله راټول کړي، ښاريانو ته په کې ډير سهولت رامنځته شوى دى.

بلخوا د ښارځينې اوسيدونکي بيا وايي چې حکومت ته په کاروو چې ريړو واله ته د منډۍ شاه وخوا ځايونه ورکړي، اوس خو يې پرې سرسبزي پارکونه بند کړي، بايد چې دا پارکونه په چمنونو شنه کړي.

کله چې مو د ننګرهار مرستيال ښاروال انجنير حکيم الدين مخې ته دا پوښتنه چې په کومو شرطونو يې سرسبزي پارکونه ريړو ته وقف کړي وويل:
(( په ښار کې داسې ساحې نشته چې هغه دې دستفروشانو ته په دوامداره توګه ورکړل شي. خو د دغې موجوده ستونزې د حل لپاره يې دا دستفروشان د موقت وخت لپاره دلته راټول کړي دي. ننګرهار ته د ښار جوړولو وزارت څخه يو پلاوى راغلى او هغوى په يوه داسې نقشه کار کوي چې ښار ته وسعت ورکړي. په هغې نقشه کې داسې مارکيټونه طرح شوي چې ټولو دسفروشانو ته به په کې په اساسي توګه داسې ځايونه جوړ شي چې موږ به هيڅ دستفروشان ونه لرو.))

ياده دې وي چې د ښار پاکولو په دې بهير کې که يو لورته د جلال اباد ښار اوسيدونکي خوښ دي بل لور ته يو شمير خلک بيا وايي چې حکومت دې بې روګارو ته کارخانې جوړې کړى چې هم ښار له ريړو څخه پاک وي او هم خلک په روزګارشوى وي.
XS
SM
MD
LG