د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهارۍ مېرمنې د امن کور غواړي


سید شاه سقیم - کندهار

د کندهار اوسېدونکې ميرمنې وايي چې د هغو مېرمنو چې د خپل تريخ ژوند له امله ځانوژنې کوي يوازېنى لامل يې په کندهار د امن کور( دارلامان( نشتون دى.

دوى وايي که په کورونو کې د ښځو ژوند تريخ وي او هغوى د امن کور هم ونه لري نو له ځانوژنې پرته ورته بله لاره نه وي پاتې.

د تريخ ژوند له امله له کورونو څخه يو شمېر را تښتېدلې مېرمنې دا مهال د کندهار په زندانانونو کې پرته له دې چې کوم جرم يې کړى وي د ژوند شپې سبا کوي.

د کندهار د ښځو د چارو د رياست کار کوونکي وايي چې دوى تر اوسه پورې د دغسې مېرمنو د ساتلو لپاره ځاى نه لري ځکه يې نو زندان ته لېږي.

نازيه يوه له هغو مېرمنو څخه ده چې څه موده وړاندې له کوره راوتلې او تراوسه پورې د کندهار په امنيه قومندانۍ کې له نورو بنديانو سره اوسي.

(( زه د شپې راغلم،یو بل سړي بوتلم د هغه کره مې شپه وکړه . بيا چې له هغه ځايه را ووتم بيا يوې بلې ښځې بوتلم د هغې کره مي شپې وکړې. په کور کې راسره ظلم کېده . مور راته ويل چې ووزه ، پلار به هم وهلم دوى راته وويل چې له کوره ووزه ، ما هم کور پرېښود. دلته بيا عسکرو راوستم ))

د کندهار يوې اوسېدونکي مېرمنې شاهده حسين مشال راډيو ته وويل چې په کندهار کې ښځو ته ورپېښه تر ټولو غټه ستونزه همدغه د امن کور نشتوالى دى.

دا وايي د امن کور د نشتون له امله ډېرې مېرمنې يا خو ځانونه وژني او يا له کندهار څخه ليري نورو سيمو ته تښتي.

))په کندهار کې ښځې د امن ځاى نه لري. نو ځکه خو ا تښتي يا بل ځاى ته ځي يا ځان وژني دا ټول د همدې د امن کور د نشتون له امله دي . که د ښځو لپاره د امن کور جوړ شي،هلته به یې ستونزې ختمې شي نو بيا نه تښتي نه به ځان وژني ((


په کندهار کې د بشري حقونو د ولايتي دفتر يو تن کارکوونکى شمس الدين تنوير وايي چې په زندان کې له کوره د تښتېدليو مېرمنو ساتل که څه هم له قانون څخه سرغړونه ده خو د امن کور نشتوالي دوى اړ کړي دي چې دغسې مېرمنې زندان ته ولېږي.

((د ځينو ماشومانو نجونو چې دوى له کورونو تښتي يا له پاکستان څخه دلته راځي نو موږ يې د ځاى د نشتوالي له امله زندان ته لېږو. موږ هره مياشت له دغه ستونزې سره مخامخ يو. څه موده وړاندې مو يوه ماشومه دوه مياشتې د اصلاح په مرکز کې وساتله چې دا په خپله له قانونه سرغړونه ده ))

په کندهار کې د ښځو چارو رييسې رقيې اڅکزۍ هم له مشال راډيو سره په خبرو کې د امند کور نشتوالى د کندهاريو مېرمنو لپاره غټه ستونزه وبلله.

دا وايي څو مياشتې وړاندې يې د امن کور د نشتوالي له امله له کوره تښتېدلې يوه مېرمن بېرته د کورنۍ غړو ته سپارلې وه چې هغوى بيا پسې وژلې وه.

د رقيې اڅکزۍ په خبره د ښځو چارو وزارت ډېر وړاندې لا په کندهار کې د امن د کور جوړول غوښتل خو د دغه ولايت ځينو چارواکيو ويلي وو چې که د امن کور جوړ شي نو بيا به زياتې ښځې له کورونو تښتي او دلته به راځي ځکه خو يې مخه نيولې وه .

دا وايي اوس وزارت ډاډ ورکړى دى چې په لنډه موده کې ورته يو د امن کور جوړوي.

(( واقعا هم د ښځو چارو رياست له دغو ستونزو سره مخ وو اوس هم موږ ورسره مخ يو. موږ د دغسې ښځو د ساتلو د پاره هيڅ چاره نه لرو . تر دې مخکې هم دغه پلان نيولى شوى وو چې بايد په کندهار کې د امن کور جوړ شي خو په کندهار کې څو ارګانونو له دې کار سره مخالفت کړى وو ))

کندهار د هېواد په جنوب کې يو له هغو ولايتونو څخه دى چې تر دې وړاندې هم پکې د ښځو د حقوقو تر پښو لاندې کولو زيات راپورونه خپاره شوي وو.

تر دې وړاندې کندهاريو مېرمنو له مشال راډيو سره د خبرو پر مهال ناامنۍ، په ټولنه کې د سواد ټيټه کچه او ځينې بې ځايه رواجونه هغه څه بللي وو چې ګواکې د دوى ژوند يې ور تريخ کړى دى .
XS
SM
MD
LG