د لاسرسي ځای

تازه خبر

هلمند :زرګونه کيلو ګرامه چونکي توکي نيول شوي.



سید شاه سقیم - کندهار

د هلمند ولايت دولتي چارواکي ادعا کوي چې د دغه ولايت په مرکز لښکر ګاه کې يې د پلټنو پر مهال زرګونه کيلو ګرامه چاوېدونکي توکي نيولي دي .

دوى وايي د لومړنيو پلټو په اساس چاودېدونکي توکي له پاکستانه هلمند ته راوړل شوي وو او وسله والو غوښتل وروسته يې نورو سيمو ته هم ولېږدوي.

د هلمند د والي وياند داوود احمدي مشال راډيو ته وويل چې :

د چاودېدونکيو توکو زېرمه د لښګر ګاه په خشکابې سيمه کې د ملي امنيت کار کوونکيو موندلې ده.

دى وايي :په کشف شوې زېرمه کې سل دانې پېنځوس کيلويي ګونۍ امونيم نايټريټ ، پېنځه ګونۍ فولادي رنګه چاودېدونکي توکي چې د سړک د غاړې ماينونه ورڅخه جوړېږي. او درې ميټره پريمکاټ چاودېدونکى مزى شامل دي .

احمدي وايي کشف شوې زېرمه دايساف د هوايي ځواک پر مټ له مېنځه وړل شوې ده.

د ده په خبره د چاودېدونکيو توکو زېرمه د ملا جبار په نامه د وسله والو يو قومندان جوړه کړې وه او چاودېدونکي توکي ورته د ملا ذکي په نامه يو کس له پاکستانه راووړي وو .

څه مودې وړاندې په کندهار کې هم پوليسو د پاکستان پولې ته څېرمه په زياته اندازه امونيم نايټريټ نيولي وو چې افغانستان ته راوړل کېدل.

امونيم نايټريټ کېماوي سره ده چې په پاکستان کې جوړېږي خو په افغانستان کې بيا وسله وال طالبان ورڅخه د سړک د غاړې لپاره ورڅخه ماينونه جوړوي.
XS
SM
MD
LG