د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: د اورپکو ضد عملیات ګړندي شوي دي


د کراچۍ سي آی ډي پولیس هغه وسله خبري رسنو ته ښيي چې د دوی په خبره له وسلوالو طالبانو یې نیولې ده.۵م جنوري ۲۰۱۲
د کراچۍ سي آی ډي پولیس هغه وسله خبري رسنو ته ښيي چې د دوی په خبره له وسلوالو طالبانو یې نیولې ده.۵م جنوري ۲۰۱۲

ظفرکریمي ـ کراچۍ

سي آی ډي پولیس وایي وژل شوی تن د تحریک طالبان بلوچستان امیر و او تېره هفته کراچۍ کې په دوه موبایل کمپنیو باندې د ترسره شوو حملو مرکزي کردار وو ـ د سي آی ډي پولیسو ایس پي مظهرمشواني په دې اړه مشال ریډیو ته وویل ،دوی په کراچۍ کې د خپلو ملګرو سره سرګرمیانی شورو کړې وې ،پولیسو په هغوي چاپه ووهله او د دوی د نیولو هڅه یې وکړه خو دوی په پولیسو ډزې وکړې ـ د پولیسو په جوابي ډزو کې د تحریک طالبان پاکستان بلوچستان امیر یاسین عرف سايي ووژل شو او دهغه بل ملګری ونیول شو ـ دهغه نوم صابر دی ـ له دوی نه دوه لاسي بمونه او دوه تمانچی ترلاسه شوې او دوه پولیس مو هم ټپیان شويدي.


مظهر مشواڼي زیاته کړه چې دوه ورځې مخکې یې د ناقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان کراچۍ امیر د هغه د دوو نورو ملګرو سره یوځای نیولی دی ـ

د سي آی ډي پولیسو لخوا په کراچۍ ښار کې د بیلابیلو برخو څخه په وار وار د ناقانونه ګرځول شویو ډلو او په تېره بیا د تحریک طالبان پاکستان د غړو او مشرانو د نیولو دعوې مخې ته راځي.

څیړونکی ضیاءالرحمان وایي چې له تیرو دوو کلنو راهیسې په کراچۍ ښار کې د اورپکو ډلو نوي نوي نومونه سر راښکاره کوي، په دې کې یوه د پنجابي طالبانو ډله ده ،المختارګروپ دی،خروج ګروپ دی،تحریک طالبان پاکستان ، او د بلوچستان ډله یې هم ده. او دا ډلې هله مخې ته راځي چې کله پولیس دوی ونیسي نو د پلټنو پر مهال دوی ورته ووايي چې موږ د دې ډلې یا د هغې ډلې ملګري یو.


ضیاءالرحمان زیاتوي چې ددې وړو ډلو جوړولو مقصد یې دا دی چې د شپږ یا اته کسانو په شکل کې هغوی خپل وجود په اسانه قایم ساتلای شي ـ

د ضیاءالرحمان په وینا ددغه ډلو لوی هدف دا وي چې پیسې راټولی کړي او هغه خپلو ملګرو ته ولیږي ـ په دې لړ کې دوی د تاوان لپاره شتمن خلک تښتوي،په بېنکونو ډاکې وهي ،د قمارخانو او جوارۍ له اډو نه قلنګونه هم اخلي ـ

د کراچۍ امینتي چارواکي وایي، که څه هم دوی په ګڼ شمیر کې د ناقانونه ګرځول شوو ډلو غړي او مشران د ښار له بېلا بیلو برخو نیولي دي خو بیا هم ددغه کسانو د کراچۍ په لور راتللو کې کمی نه دی راغلی.

په دې اړه د سي آی ډي پولیسو مشر مظهر مشوانی وايي
دوی یوازې په کراچۍ کې نه بلکې په ټول پاکستان کې خواره دي ـ خو دوی د کراچۍ پلو ځکه مخه کوي چې دغلته دوی ته په اسانۍ سره د اوسیدو ځایونه میلاویږي

خو څیړونکی ضیاءالرحمان وایي پر دوه موبایل کمپنیو د پرله پسې ترهګرو بریدونو وروسته د پولیسو لخوا د ناقانونه ګرځول شویو ډلو په ضد عملیات چټک شوي، اصل کې دا اهمه خبره ځکه ده چې تیرو ورځو کې د موبایل کمپنو په دفترو حملې شوې وې او دغه دواړه بهرنۍ کمپنۍ وې.له دې حملو نه یو خو بهرنۍ سرمایه کارۍ ته زیان رسېدلو او بل دا چې پولیسو په ښار د یو لوی ترهګر برید ویره لرله ـ او دا وجه وه هغوی خپلې کاروایانی تیزې کړې او تیره ورځ د طالبانو د کراچۍ امیر ونیولو او دا اوس یې د ددغه ډلې د بلوچستان امیر ووژلو.


په کراچۍ کې د ناقانونه ګرځول شوو ډلو ضد د عملیاتو دنده سي آی ډي پولیسو ته سپارل شوېده ـ که له یوې خوا سي اي ډي پولیس د ښار له بیلا بېلو برخو د ناقانونه ډلو د غړو او مشرانو د نیولو او وژلو دعوې کوي نو له بلې خوا په دغو پولیسو هم وخت په وخت حملې ترسره شوي دي ـ

په دې لړ کې دسي آی ډي پولیس مشر مظهر مشواڼي په دفتر او د بل پولیس مشر چودري اسلم په کور ځانمرګي بریدونه شوي دي چې مرګ ژوبله یې هم اړولې وه ـ ددغو بریدونو پړه ناقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخیستې وه.
XS
SM
MD
LG