د لاسرسي ځای

تازه خبر

جلال اباد : د کرکټ پایلوبه معراج کونړي ډلې وګټله


د معراج کونړي ټيم کپتان جام ترلاسه کوي
د معراج کونړي ټيم کپتان جام ترلاسه کوي
بازمحمد عابد – مشال ریډيو

جلال اباد: له تيرو څو ورځو راهيسې په ننګرهار کې روانې د کرکټ سیالۍ پاى ته ورسيدې.

په دې ټورنمنټ کې ۴۰ ډلو برخه اخیستې چې پايلوبه یې د نسيم قصاب او معراج کونړى ټيمونو تر منځ وشوه .

د نيسم قصاب ټيم لومړى بيټنګ ته ودريد او په شپاړس اوورونو کې يې خپلې سیالې ډلې ته د ٩٦ منډو موخه وټاکله. خو د معراج کونړي ټيم په دې وتوانيدو چې د شپږو ويکټو په متېدو سره په ١٥ اورونو او ٤ بالونو ټاکلي هدف ته ځان ورسولی اوپايلوبه یې وګټله.

په ختيځ کې د کرکټ بورډ مشر قرار عزيزي د دې ټورنمنټ په اړه مشال ريډيو ته وايي:
(( دغه ټورنمنټ د کرکټ بورډ په همکارۍ پيل شوى وو چې له کابله ورته د افغانستان د کرکټ بورډ اجرايوي مشر نسيم دانش او ډاکټر نورمحمد هم راغلي وو.))

د افغانستان د کرکټ بورد اجرايوي ريس نسيم دانش د ټورنمنټ د ټرافي يا جامونو د ويشلو پر مهال وويل چې که د ننګرهار چارواکي د جلال اباد په ښار کې د کرکټ د لوبغالي له پاره ورته ځاى ورکړي، نو د کرکټ بورد به پرې په لوړ معيار کې يو لوبغالي جوړ کړي. دى وايي:

(( په دې کې شک نشته چې ننګرهار د کرکټ کور دى او په همدې خاطر ورته کرکټ بورډ هم توجه کړې ده. د توجه برخه يې دا ده چې تاسو دلته په نړيوال معيار لوبغالى لرى، تاسو پراخه امکانات لرى، خو نن چې په دغه ځاى کې تاسو راټول شوي ياست او دا اهم ټورنمنټ مو په کې تر سره کړو دا ستاسې له پاره مناسب ځای نه دی. که د ننګرهار د ولايت مقام دا ځاى يا د جلال اباد په ښار کې کوم بل ځاى تاسو ته درکړي، نو د افغانستان د کرکټ بورډ به په کې په لوړ معيار يو لوبغالى درته جوړ کړي.))

دې ټورنمنټ ته په سلګونه نندارچيان هم ورغلي وو. د جمشيد په نوم يو تن وايي چې کرکټ سره يې ډيره مينه ده او چې چيرته هم د کرکټ سيالى وي، دى ورته ځان رسوي.

د ريحان الله په نوم يو بل تن وايي خوشحاله دى چې د ننګرهار په پرامنه فضا کې د کرکټ ټورنمنټ ته راغلى او د پايلوبې يې خوند اخيستى دى.

په ننګرهار کې د کرکټ رجحان ورځ تر بلې مخ پر زياتيدو دى، په هر کلي او بانډه کې ځوانان فعال ټيمونه لري چې وخت په وخت په کې په کليوالي کچه سيالۍ هم تر سره کوي.
د يادولو ده چې د کرکټ په ملي ټيم کې شپږ تنه او د افغانستان د ١٩ کلنو ځوانانو په ټيم کې اوه تنه ننګرهاري د ښو لوبغاړو په توګه شتون لري.

XS
SM
MD
LG